Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(85:16) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فعال لما يريد

فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 ډيرښه كوونكى دى دهرهغه شي چې اراده يې وفرمايي
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او څه چې يې خوښه شي دهغه ښه ترسره كوونكي دي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې سم له خپل علم او حكمت سره د هر شى كول چې وغواړى ژر تر ژره هغه كوي هيچا لره حق نشته چې د هغه د چارې مخه ونيسى په هر حال بندګانو ته نه ښايي چې د هغه په انعامو او اكرامو باندې مغرور شى او نه يې له انتقام څخه بې خوفه او بې پروا واوسى بلكه ښايي تل د هغه د جلال او جمال صفتونه دواړه تر سترګو لاندې ولري او په زړه كې سره له وېرې ورته هيله من هم وي او سره له اميده او هيلى او رجاء خوف او ويره هم ورځينې ولري .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - البروج 85 ؛ آيت - 16 ] (85:16)