الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
هغه ( رب ) چې پيدايې كړل ( ټول اشياء) نواجزاء اعضاء يې برابراوبې نقصانه كړل )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
چې هغه پيدا كړي او انډول يې برابر كړى دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هر هغه څيز چې جوړ كړى يې دى پوره له حكمت سره دى او ښه يې جوړ كړى دى د خواصو او صفاتو په اعتبار او د هغو ګټو ( فائدو ) لامله چې له هغه شى څخه مقصود دې دمخه پيدائش يې په درجه د كمال سره رسولى دى او داسې معتدل مزاج يې وربښلى دى چې په هغه باندې ګرد په زړه پورې منافع او فوائد مرتب كېداى شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الأعلى 87 ؛ آيت - 2 ] (87:2)