فَجَعَلَهُ غُثَاءً أَحْوَىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
پس ويې ګرځوله هغه ( شنه ګياه) وچه توره .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
بيا يې هغه وچ تور ګرځولي ميده كړي يې دي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ړومبى تكه شنه واښه اور شو په ځمكه پيداكوي بيا ورو ورو هغه وچ او توروى چې له هغو وچو وښو څخه هم حيواناتو خوراك وركاوه كيږي اوهم هغوى ته تر ډير مدت پورې ذخيره او ذېرمه كاوه شى تردې چې وچ كښتونه هم وروسته له رېبلو څخه په كار راځي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الأعلى 87 ؛ آيت - 5 ] (87:5)