سَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشَىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
ژرده چې پندبه واخلي هغه څوك چې ويريږي له الله ( ځكه چې دى فكركوي په دې كې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
څوك چې وېرېږى هغه نصيحت مني
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : په پوهولو باندې خو هغه پوهيږي او له نصيحت څخه هغه ګټه اخيستى شى چې په زړه كې يې لږ او ډيره د الله جل جلاله وېره وي او د خپل پاى او انجام لږ څه فكر وكړى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الأعلى 87 ؛ آيت - 10 ] (87:10)