وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوياديې كړنوم درب خپل ( په تكبيرسره ) بيايې لمونځ وكړ( چې نښه داسلام ده ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او دخپل رب نوم يې ياد كړ بيا يې لمونځ وكړ
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې پاك او صاف شوى د تحريمې په تكبير كې يې د خپل پروردګار نوم واخيست بيا يې لمونځ وكړ ځينې اسلاف وايي چې ( تزكيى ) مراد له زكوة څخه دى چې دلته د هغه مطلب د فطر صدقه ده او له ( ذكر اسم ربه ) څخه د اختر تكبيرونه مراد دي او په ( فصلىٰ ) كې د اختر د لمانځه ذكر دى يعنې د اختر په ورځ كې يې اول صدقه الفطر سرسايه بيا تكبيرونه بيا لمونځ وكړ ښكاره خو هغه ړومبنۍ وينا ده .
تنبيه : مونږ حنيفيانو سم له ړومبنى تفسير سره له دې آيت څخه دوه مسئلې اېستلى دى : اول دا چې په تكبير تحريمه كې خاص ( الله اكبر ) ويل فرض نه دى مطلق د رب داسې نوم ويل كافى دى چې دده د تعظيم او د لوئى ښوونكى وي او د سړى په غرض او احتياج اړه ونه لري هو ! د ( الله اكبر ) ويل د صحيحه ؤ احاديثو په بناء سنت يا واجب ګڼلى شوى دى دويم دا چې د تحريمى تكبير لمانځه ( لره شرط دى ) ركن نه دى ځكه چې د ( فصلىٰ ) بالفاء عطف په ( ذكر اسم ربه ) باندې د معطوف او معطوف عليه پر كلى مغايرت دلالت كوي والله اعلم .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الأعلى 87 ؛ آيت - 15 ] (87:15)