Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(87:19) (آيت نمبر:سورة نمبر)
صحف إبراهيم وموسى

صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 چې صحيفې دابراهيم او( د) موسى دى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دابراهيم او موسٰي په صحيفو كښې
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې دا مضون چې له ( قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّى ) څخه تر ( وَالآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى ) پورې دى په پخوانيو كتابو كې هم ليكلى شوى دى او هيڅ وخت منسوخ شوى او بدل شوى نه دى نو په دې اعتبار لا ټينګ او مؤكه شو .
تنبيه : په ځينو ضعيفو روايتو كې راغلى دى چې پر ابراهيم عليه السلام باندې لس صحيفې او پر موسٰى عليه السلام باندې برسېره پر توريت هم لس صحيفې نازلې شوېدې الله جل جلاله ښه پوهيږي چې دا خبرې به تر كوم ځاى پورې صحيحې وي .
( تمت سورة الاعلى بفضل الله تعالٰى ومنه وكرمه )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الأعلى 87 ؛ آيت - 19 ] (87:19)