بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
په تحقيق راغلى دى تاته ( اى محمده ! ) خبردپټوونكى ( دخلكوپه سختيوخپلوسره چې قيامت دى ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ايا تا ته دهغه خوريدونكي افت خبر رسيدلى دى ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
( سورة الغاشية مكية وهى ست وعشرون آية وفيها ركوع واحد عدد تلاوتها ۸۸عدد نزولها ۶۸نزلت بعد سورة الذاريات )
( د الغاشية سورت مكى دى ۲۶ آية يوه ركوع لري په تلاوت كې ۸۸ په نزول كې ۶۸ سورت دى وروسته د الذاريات له سورته څخه نازل شوى دى ) .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
تفسير : يعنې هغه خبره د اورېدلو وړ ده (چې پټوونكى د خلكو دى په عيبونو او په سختيو خپلو كې).
تنبيه : ( له غاشيى پټوونكى ) څخه مراد قيامت دى چې پر ګردو مخلوقاتو باندې چاپيريږي او د هغه اثر به پر ګردو مخلوقاتو باندې محيط وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الغاشية 88 ؛ آيت - 1 ] (88:1)