أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نوآياپس نه ګوري ( منكران په نظردعبرت سره ) اوښ ته چې څرنګه پيداكړى شوى دى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
نو ايا دوي اوښانوته نه ګوري چې څنګه پيدا كړى شوي دي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : چې د نورو حيواناتو او بوده ؤ په نسبت د اوښ هيئت او خاصيت دواړه خورا عجيب او غريب دي چې د هغه تفصيل په تفسير ( عزيزى ) كې راغلى او د ويلو وړ او لائق دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الغاشية 88 ؛ آيت - 17 ] (88:17)