Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(88:22) (آيت نمبر:سورة نمبر)
لست عليهم بمصيطر

لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 نه يې ته دوى باندې مسلط كړى شوى ( چې په زوريې مسلمانان كړي ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هېڅ پر هغو زور زياتي كوونكي نه يې
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې كله چې دا خلك سره د واضحه ؤ دلائلو له قيام څخه غور نه كوي نو تاسې د هغوى زيات فكرمه كوئ ځكه چې تاسې يواځي د پند وركولو دپاره ليږلى شوى يئ كه دوى نه پوهيږي نو تاسې په هغوى باندې محصل او داروغه ټاكلى شوى نه يئ چې په زور او زياتې سره يې په هغوى باندې ومنئ او د هغوى زړونه په بل لورى واړوئ دا كار د مقلب القلوبو دى ( وكان ذلك قبل الامر بالقتال ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الغاشية 88 ؛ آيت - 22 ] (88:22)