وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اونه تيزوۍ تاسې يوبل په طعام ( خواړه وركولودمحتاجانو) دمسكينانو.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او مسكين ته د خوړو په وركولو يو بل نه هڅوئ
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې له خپل مال او شتو څخه د مسكينانو لاس نيوى چيرې نورو ته هم داسې يو شى نه وايي چې دده په ويلو او تېزولو سره هغوى له وږى او بې وزلى سره امداد او معاونت او مرسته وكړى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الفجر 89 ؛ آيت - 18 ] (89:18)