Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(80 (81 (82 (83 (84 (85 (86 (87 (88 (89 (8:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(89:20) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وتحبون المال حبا جما

وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اومينه كوۍ تاسې له مال سره په مينې ډيرې سره .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او دمال په مينه كښې په بده توګه اخته ياست.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې رښتيا خبره داده چې ستاسې زړونه د مال د حرص او محبت سره ډك دى او بس همدا غواړى چې په څه ډول مو مال په لاس راشى او يو پول مو هم په يوه ښه كار كې له لاسه ونه وځي كه مخ كې هرڅه راپيښيږي راپيښ دې شى او له مال او دولت سره دومره مينه او محبت چې هغه د خپل مقصود كعبه وګرځوي او د اسلاميت په لياره كې يې ونه ښندى دا خو يواځي د كافرانو دود او دستور دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الفجر 89 ؛ آيت - 20 ] (89:20)