وَجَاءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوراشي ( نښې دقدرت د) رب ستا . اوراشي پرښتې صف صف ( قطارقطارچاپيركيدونكى پرانسانانواوپيرييانوباندې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او ستا رب خپل جلال پداسې حال كښې وښيى چې پرښتې ليكه په ليكه ولاړې وى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ( رابه شى رب ستا ) د خپل قهر په تجلى سره هغسې چې د هغه له شان سره ښايي او وړ وي .
وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا
تفسير : يعنې د محشر په ميدان كې يا راځى هلته انتظاماتو لره پوړ په پوړ او صف ــ صف .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الفجر 89 ؛ آيت - 22 ] (89:22)