يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
وايي څنګه به ښه ومالره كه څه مې مخ كې ليږلى واى لپاره د( دې ) ژوند( دآخرت) خپل ( ياپخپل ژوندانه كې )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه به ووائى چې كاشكي ما دخپل دغه ژوند له پاره مخكښې څه توښه برابره كړې واي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې افسوس ددنيا په ژوندون كې مې څه نېكى نه ده كړې چې هغه له ما څخه په مخ كې دلته رارسېدلې واى او اوس به مې په دغه اخروى ژوندون كې په كار راتلاى همداسې تش لاس رارهى شوى يم كشكى د حسناتو كومه ذخيره مې له مخه ليږلى واى چې دلته زما پنګه او ذخيره ګرځېدلاى او په كار به مې راتلاى !
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الفجر 89 ؛ آيت - 24 ] (89:24)