Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(90 (91 (92 (93 (94 (95 (96 (97 (98 (99 (9:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(90:4) (آيت نمبر:سورة نمبر)
لقد خلقنا الإنسان في كبد

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 چې خامخاپه تحقيق پيداكړى دى مونږانسان بني آدم په رنځ اومشقت كې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په حقيقت كښې مونږ انسان په سختۍ كښې پيدا كړى دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې آدم عليه السلام او بنى آدم له ابتداء څخه تر انتهاء پورې په رنځ او مشقت اخته دى او راز ــ راز سختى په ده باندې تېريږي هيڅ يوداسې كېدونكى نه دى چې يو سړى پخپل ټول عمر كې د څه مدت له مخې ددنيا د ګردو پيښو او چارو ، محنتو، رنځو او خرخشو څخه فارغ او آزاد وي او په پوره آزادى او بې فكرى سره ژوندون وكړى په رښتيا سره د انسان اصلى فطرت داسې واقع شوى دى چې دى خپل ځان له دغو سختيو او جنجالو څخه نه شى ژغورلى د آدم عليه السلام او بنى آدم د ژوندون د احوالاتو له كتنې څخه دا خبره ښه جوته كيږي ( د مكې معظمې ) په غرنى ملك كې ژوندون په تېره بيا په هغه وخت كې چې هلته افضل الخلائق حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د خورا سخت جور او جفاء او ظلم او ستم نښه او هدف وه د ( لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ فِي كَبَدٍ ) يو لوى شهادت دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - البلد 90 ؛ آيت - 4 ] (90:4)