أَلَمْ نَجْعَلْ لَهُ عَيْنَيْنِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
ايانه دى وركړى مونږده ته دوه سترګې (چې پرې وګوريي بلكې وركړى مونږده ته دوه ستر ګې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ايا مونږ هغه ته نه دي وركړي دوه سترګې -
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هغه چا ته چې ما د ليدلو سترګې وركړې دي آيا هغه پخپله نه ګوري ؟ يقيناً د هغه الله جل جلاله چې ګردو ته يې سترګې ، عقل او بصيرت او پوه وربښلى دى د بينائى قوت او قدرت او پوه له ګردو څخه لوړه او ستره ده .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - البلد 90 ؛ آيت - 8 ] (90:8)