وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوښوولې دى مونږده ته دوه لارې ( دخيراوشرچې پرې جنت يادوزخ ته ځي ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او دوه څرګندې لارې مو هغه ته و (نه) ښودلې ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د ښو او بدو دواړه ليارې يې ورښوولې دي ترڅو چې ځان له بدې ليارې څخه وژغورى
او په ښه لياره تګ وكړى او ددې خبرې ښوونه په اجمالى ډول سره د عقل او فطرت په وسيله شوې ده او تفصيل يې د پيغمبرانو او مرسلانو پواسطه او د هغوى په ژبه شوى دى .
تنبيه : ځينو له ( نجدين ) څخه د ښځو دوه تى مراد اخيستى دى يعنې تى رودونكيو ماشومانو او ووړكو ته يې د تى رودلو او د خوړو پيدا كولو لياره ورښوولې ده ( چې پس له پيدا كېدلو ترې شوده چښى او خورى ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - البلد 90 ؛ آيت - 10 ] (90:10)