فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نوربړيې ونه ايست په ختلودغونډۍ كې ( اوسختي يې تيره نكړه په مخالفت دنفس اوهواكې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
مګر هغه دسخت ستوغ ګړنګ نه د تېرېدوهمت ونه كړ
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : ( ځينو د عقبه معنٰى د تېرېدلو سخت ځاى او غونډۍ اخيستى ده ) يعنې سره له دومره زياتو انعاماتو او د هدايت د اسبابو له موجوديته دوى دا توفيق ونه موند چې ددين په صعب المرور غونډۍ وخېژي او سختى او ربړ يې پر ځان واخلى او د مكارم الاخلاق مدارج طى كړى او د فوز او فلاح لوړو ځايو ته ځان ورسوى .
تنبيه : دينى كارونه يې په غونډۍ سره ځكه تشبيه كړى دي چې د نفس او هوا د مخالفت په نسبت د هغه پاى ته رسول سړى ته ډير شاق وي او ربړ پېښوى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - البلد 90 ؛ آيت - 11 ] (90:11)