أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
ياغريب ته چې په خاوروككړوي
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ياپه خاورو ناست مسكين ته -
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : د وړوكى پلار مړى ( يتيم ) خدمت كول ثواب دى او له خپلوانو قرابت لرونكيو سره ښېګڼه
هم ډير ثواب لري چيرې چې دا دواړه ثوابونه يوځاى شى نو د هغه ثواب هم دوچنده كيږي .
( عقبه ډوډۍ طعام وركول دي د لوږى په ورځې كې غريب ته چې په خاورو ككړ وي او ) د فقر او له
فاقى د تنګسې او خوارى څخه په خاورو كې رغړى نو د مال د ښندلو ځايونه ښايي چې داسې وي نه دا چې د ښادى او د غم په فضولو رسمو كې او د الله جل جلاله په نافرمانى كې مالونه وښندل شى او دنيوى نقصان او اخروى خسران ځان ته وګټلى شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - البلد 90 ؛ آيت - 16 ] (90:16)