وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
او( قسم دى ) په ځمكې اوپه هغه ( ذات باندې ) چې غوړولى يې ده هغه ( ځمكه ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او په ځمكه اوپه هغه ذات قسم چې هغه يې غوړولې ده
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې په هغه حكمت سره يې هغه وغړوله او د مخلوق د هستوګنې وړ يې وګرځوله دلته هم ځينو له ( مَا طَحَاهَا ) څخه د هغه غوړوونكى مراد اخيستى دى ( اكرم شانه ! واعظم برهانه ! جل جلاله ! وعم نواله ! ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الشمس 91 ؛ آيت - 6 ] (91:6)