فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نوژرده چې تياربه يې كړولپاره دلارې سختې ( دبدعملي ).
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه ته به مونږ سخت ځاى ته دورتګ لاراسانه كړو
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هغه سړى چې د الله جل جلاله په لياره كې ښنده او خرڅ ونه كړ او د هغه د خوښى او د اخرت د ثواب پروا يې ونه كړه او د اسلام خبرې او د الله جل جلاله وعدې يې درواغ وبللى د هغه زړه ورځ په ورځ تنګ او تياره او كلكيږي د نېكى توفيق ورځينې سلبيږي او په پاى كې په ورو ورو د عذاب انتهائى سختى ور رسيږي همدا د الله جل جلاله عادت دى چې نېكان هركله ښې چارې ځان ته غوره كوي او بدان هر كله په بد عمل پسې ګرځي دى دواړو ته د همدوى ليارې ورآسانوى چې هغوى هغه سم د الله جل جلاله له تقدير سره او د خپلې ارادې او اختيار له مخې غوره كړى دى (كُلاًّ نُّمِدُّ هَـؤُلاء وَهَـؤُلاء مِنْ عَطَاء رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاء رَبِّكَ مَحْظُورًا ) د اسراء ۳ ركوع زمونږ ددغه مقدس تفسير (۱۷۲۶) مخ .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الليل 92 ؛ آيت - 10 ] (92:10)