Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(90 (91 (92 (93 (94 (95 (96 (97 (98 (99 (9:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(92:21) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ولسوف يرضى

وَلَسَوْفَ يَرْضَىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوخامخاژرده چې دى به راضي شي ( له الله په موندلودنعماؤ دجنت اولقاء درب العزت )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ارومرو به هغه ترينه خوشحاله شي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې له خرڅ كولو څخه د كوم مخلوق احسان او د حق اداء كول مقصد نه دى بلكه خالص د مولى د رضاء او د پاك الله جل جلاله د لقاء د تمنا كولو دپاره خپل كور او شته خيراتوي او لوټوى نو داسې څوك دې ډاډه وي چې هرومرو به خوښيږي او د هغه دا هيله پوره كيږي ( فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ) .
تنبيه : اګر كه ددې آيتو مضمونونه عام دى خو په زياتو روايتو كې داسې راغلى دى چې ددې وروستنيو آيتو نزول د سيدنا حضرت ابى بكرصديق رضي الله عنه په شان كې شوى دى او دا لوى دليل د هغوى په ښېګڼى او فضيلت باندې دى خوشبخته او خوش نصيبه دى هغه بنده چې د هغه د ډيرو ويرېدلو او اتقاء تصديق له آسمانه وشى ( إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ) او د حضرت حق جل جلاله له لورى هغه ته د ( وَلَسَوْفَ يَرْضَى ) زيرى واوراوه شى په رښتيا سره د حضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه په حق كې د ( وَلَسَوْفَ يَرْضَى ) زېرى د هغه لوى زېرى انعكاس دى چې وروسته له دېنه د حضرت رسول اكرم صلی الله عليه وسلم په باره كې ( وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى ) راغلى دى .
( تمت سورة الليل بفضل الله تعالٰى ومنه وكرمه ) .
( سورة الضحٰى مكية وهى احدى عشرة آية وفيها ركوع وحد عدد تلاوتها ۹۳ عدد نزولها ۱۱ نزلت بعد سورة الفجر ) .
( د الضحٰى سورت مكى دى ۱۱ آية ۱ ركوع لري په تلاوت كې ۹۳ او په نزول كې ۱۱ سورت دى وروسته د الفجر له سورته نازل شوى دى ) .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الليل 92 ؛ آيت - 21 ] (92:21)