وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَكَ مِنَ الْأُولَىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوخامخاآخرت بهتردى تالره ( اى محمده ! ) له دنياڅخه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او ارومرو ستا له پاره وروستي دورله لومړي دورڅخه ډېرښه دي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ستاسې وروستنى حالت له وړاندنى حالت څخه ډير ارفع او اعلٰى دى ددې څو ورځو د وحى نه راتګ ستاسې د نزول او انحطاط سبب كېدى نشى بلكه ستاسې د ډير عروج او د خورا ارتقاء وسيله كيږي كه د وروستنى ورځې حالت تصور كړئ او د آخرت شان او لوينې ته ځېر شئ چې هلته به آدم عليه السلام او د هغه ګرده اولاده ستاسې تر بيرغ لاندې ټوليږي نو درښكاره به شى چې د تاسې د هغې ورځې لوئى او فضيلت او عظمت د نن ورځې د اعزاز او اكرام څخه په څو ــ څو درجو پورته وي
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الضحى 93 ؛ آيت - 4 ] (93:4)