وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوخامخاژر ده چې دركړى تاته رب ستا ( اى محمده لويه برخه په اخرت كې اواختياردشفاعت ) پس راضي به شې ته .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او ډېر ژر به ستارب تاته دومره دركړي چې ته خوشحاله شې.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې خفه كيدل او بيزارى او پريښوودل به څنګه وي اوس خو به تاته ستا رب په ( دنيا او اخرت ) كې دومره دولتونه او نعمتونه دروبښى چې ته پوره ډاډه او خوش شې په حديث كې راغلى دي چې نبى كريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې ( محمد صلی الله عليه وسلم به هلته خوښ او خوشحاليږي چې دده له امت څخه يو تن هم په دوزخ كې پاتې نشى ) ( صلی الله عليه وسلم ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الضحى 93 ؛ آيت - 5 ] (93:5)