أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
آيانه يې وي موندلې ته ( اى محمده ! ) يتيم ( وړوكى يې پلاره بلكې موندلى يې وي ) نوځاى يې دپناه دركړه ( په تربيت دابوطالب كې يې ونيولى )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ايا هغه ته يتيم ونه ميندلې اوبيايې هستوګنځي درته برابر كړ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د با سعادت ولادت څخه پخوا د دوى پلار مړ شوى و دى شپږ كلن و چې مور يې هم مړه شوه په اته كلنى يې نېكه ( عبدالمطلب ) چې د دوى كفالت ورپه غاړه و هم مړ شو بيا ددې در يتيم او نادر روزګار د ظاهرى روزنې او پالنې سعادت دده بې حده مهربان او شفيق تره ( ابوطالب ) ته په غاړه شو ( ابوطالب ) پخپل ژوندون كې د دوى په نصرت ، حمايت ، تكريم ، تبجيل او خدمت كې ډير زيار وېست خو پخوا له هجرت څخه دى هم مړ شو څو ورځې وروسته د الله جل جلاله دا امانت د ( مدينې منورې ) د انصارو په برخه شو او د ( اوس ) او د ( خزرج ) د قبيلې د قسمت ستورى وځلېدل او دوى د هغوى په خدمت او حفاظت كې ډير ربړونه وګالل او د حضرت نبوى دغسې ښه خدمت او صيانت يې وكړ چې په ټول جهان كې د هغه نظير او مثال نشته دا ګردې پېښې درجه په درجه تر ( ايواء ) لاندې راځي . كما اشار اليه ابن كثير رحمه الله .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الضحى 93 ؛ آيت - 6 ] (93:6)