بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
آيانه ده فراخه كړى مونږتالره سينه ستا( په نبوت اوحكمت سره بلكې فراخه كړې ده مونږسينه ستا ! ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
( اي پېغمبره !) ايا مونږ ستاسينه ستاله پاره پراننستله ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : چې الله جل جلاله ستا په سينى كې يې ( اې محمده ! د علومو او د معارفو لوى سيندونه وبهول او د
نبوت د لوازمو او د رسالت د فرائضو د بار د پورته كولو لوى قوت او حوصله يې درته وبښله او دداسې لوى زړه او حوصلې څښتن يې وګرځولى چې د ډيرو دښمنانو د عداوت او مخالفت او مزاحمت څخه نه ويرېدى .
تنبيه : له احاديثو او سيرو څخه ثابت دى چې پرښتې په ظاهرى ډول څو ځلې دده مبارك ټټر ورڅيرى كړى دى خو ددې آيت له مدلول څخه په ښكاره هغه نه ښكارى والله اعلم .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الشرح 94 ؛ آيت - 1 ] (94:1)