Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(90 (91 (92 (93 (94 (95 (96 (97 (98 (99 (9:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(94:8) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وإلى ربك فارغب

وَإِلَىٰ رَبِّكَ فَارْغَبْ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اورب خپل ته پس رغبت اوزاري كوه ( په هروخت كې )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او دخپل رب لورى ته په مينه مخه كوه.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې كله چې د خلكو له پوهولو څخه فارغ شى نو په خلوت كې كينه ! زيار وباسه ! چې د زيات ( يسر ) سبب وګرځي او د خپل رب په لورى ( بلاواسطه ) متوجه شه !
تنبيه : خلك پوهول او هغوى ته پند وركول د رسول اكرم صلی الله عليه وسلم خورا لوى عبادت و خو په دې عبادت به فى الجمله د مخلوق واسطه هم وه مطلوب دادى چې له هغه ځايه لرې شوى بلاواسطې هم ښايي چې متوجه شى ددې آيت تفسير په څو ډوله نور هم شويدى خو اقرب همدا راښكارى .
( تمت سورة الانشراح بفضل الله تعالٰى ومنه وكرمه ) .
( سورة التين مكية وهى ثمان آية وفيها ركوع واحدعدد تلاوتها ۹۵ عدد نزولها ۲۸ نزلت بعد سورة البروج ) .
( د التين سورت مكى دى ۸ آية يوه ركوع لري په تلاوت كې ۹۵ او په نزول كې ۲۸ سورت دى وروسته د البروج له سورت څخه نازل شوى دى ) .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الشرح 94 ؛ آيت - 8 ] (94:8)