Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(90 (91 (92 (93 (94 (95 (96 (97 (98 (99 (9:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(95:1) (آيت نمبر:سورة نمبر)
والتين والزيتون

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 قسم دى په انځراوزيتون خوونه باندې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
قسم په انځر او ښوون
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : انځر او خوونه ( زيتون ) دواړه د خپل كثيرالمنافع او د جامع الفوائد توب لامله د انسانى حقيقت او د جامعې له ضرورت سره خصوصى مشابهت لري نو ځكه د ( لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ) مضمون يې په دواړو قسمو سره شروع كړ او ځينې محقيق وايي چې دلته ( التين ) او ( الزيتون ) څخه هغو دوو غرو ته اشاره ده چې بيت المقدس ته نژدى پراته دى ګواكې دلته په ونو باندې قسم نه يادوى بلكه په هغه مقدس ځاى باندې قسم يادوى چې هلته دا ونې ډيرې دي او همغلته د حضرت عيسٰى عليه السلام مولد او مبعث هم دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - التين 95 ؛ آيت - 1 ] (95:1)