بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
كله چې وخوځوله شي ځمكه په خوځيدلوسختوخپلوسره .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
كله چې ځمكه په خپل ټول قوت سره وخو ځوله شي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې الله جل جلاله به ګرده ځمكه په سختو او خورا وېروونكيو زلزلو او ريږېدلو سره وخوځوي چې د هغې له اغيزې او اثر څخه به هيڅ ماڼۍ او عمارت او هيڅ يو غر يا ونه او نور شيان پر ځمكه باندې روغ نه پاتيږي او ګرد هسك او ټيټ به سره برابريږي ترڅو د حشر ميدان صاف او پاك او يو برابر وګرځي او دا ګردې پيښې به په قيامت د دويمې نفخى د پوكولو په مهال كې پيښيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الزلزلة 99 ؛ آيت - 1 ] (99:1)