وَإِنَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوبيشكه دا( انسان ) پخپلې دغې ناشكري خامخاشاهدكتونكى ګواه دى ( ياهغه انسان هغه كارپخپل مخكې ګوري . )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او هغه په خپله په دې شاهد دي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د سرښندونكى مجاهدين او د هغوى د اسانو وفادارى او شكرګزارى د هغوى تر سترګو لاندې دى خو بيا هم دا بې حيا رډى سترګې ګورى او له خپله ځايه نه ښورى .
تنبيه : مونږ د ترجمې په رعايت دا مطلب وليكه كه نه ډيرو مفسرينو ددې جملې مطلب داسې اخيستى دى ( انسان پخپلې ناشكرى باندې د حال په ژبه ګواه دى دې لږ شانى د خپل زړه په غږ باندې هم غوږ كښيږدى او وادې ورى اومتوجه دې شى چې زړه يې ورته څه وايي ؟ دا وايي چې آيا سره د دومره لورينې او بښګلوى ( بخشش ) ته ناشكر يې ځينې اسلاف د ( انه ) ضمير د رب په لورى اړوى يعنې دده رب د هغه ناشكرى او كفران ته ګورى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - العاديات 100 ؛ آيت - 7 ] (100:7)