وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوبيشكه دا( انسان ) په مينه محبت دمال كې خامخازيادقوي ډيرسخت دى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او هغه دمال او شتمنۍ په مينه كښې په ناوړه توګه اخته دي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې حرص ، طمع ، بخل ، امساك او نورو رذائلو هغه ړوند ګرځولى دى ددنيا د زرو او مال په مينه كې دومره ډوب شوى دى چې خپل حقيقى منعم يې هېر كړى دى او نه پوهيږي چې وروسته له دېنه به يې څه حال كيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - العاديات 100 ؛ آيت - 8 ] (100:8)