وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اومحقق راښكاره كړى شي هغه ( عقائداوارادى ) چې په سينوددوى كې دي .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او په سينو كښي چې څه ( پټ ) دى دهغو په راويستلو به دهغو پلټنه څېړنه وشى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هغه مهال هم راتلونكى دى چې مړى به له خپلو هديرو ځينې ژوندى اېستل كيږي او
هغه خبرې چې په زړو كې پټې دى ګردې څرګنديږي نو هلته به كتل كيږي چې له دې مال څخه څه ګټې اخيستى شى ؟ او دا نالائق او كافر نعمتان به څنګه ځانونه ژغورى كه دا بې حيا په دې خبره باندې پوهيداى نو هيڅ كله به د مال په مينه كې دومره نه ډوبېدل او داسې حركتونه به يې نه كول .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - العاديات 100 ؛ آيت - 10 ] (100:10)