Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(100:11) (آيت نمبر:سورة نمبر)
إن ربهم بهم يومئذ لخبير

إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 بيشكه رب ددوى په دوى باندې په دغې ورځې كې خامخاښه پوه خبرداردى ( نوموافقه جزاء به پرې وركړى ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ارو مرو دهغو رب په هغه ورځ له هغو څخه ښه خبر دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې كه څه هم د الله جل جلاله علم هر وخت د بندګانو پر پټه او ښكاره باندې محيط دى خو پر له پسې دده علم او پوه پربندګانو ظاهريږي او هيچا ته ځاى ددې خبرې نه پاتيږي چې له هغې څخه انكار وكړى .
( تمت سورة العاديات بفضل الله تعالٰى ومنه وكرمه ) .
( سورة القارعة مكية وهى احدى عشرة آية وفيها ركوع واحد عدد تلاوتها ۱۰۱ عدد نزولها ۳۰ نزلت بعد سورة القريش ) .
( د القارعة سورت مكى دى ۱۱ آية يوه ركوع لري په تلاوت كې ۱۰۱ او په نزول كې ۳۰ سورت دى وروسته د القريش له سورته نازل شوى دى ) .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - العاديات 100 ؛ آيت - 11 ] (100:11)