وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوڅه شي پوه كړى يې ته چې څه ده هغه ټكوونكى ( دزړونوقيامت)
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ته څه پوهېږې چې هغه ستره پېښه څه ده ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : له ( القارعة ) څخه مراد قيامت دى چې زړونه به له وېرې او فزع څخه سخت ټكانونه په كې خورى او غوږو ته د ډيرو سختو غږو له اورېدلو څخه ربړ پيښيږي مطلب دادى چې د قيامت د حادثې ددې وېروونكى منظرى او نندارې څه بيان وكړ شى يواځي د هغو د ځينو آثارو او نښو څه خبرې لاندې ويلى كيږي چې له هغوڅخه د هغې د شدت او د سختى اندازه لګولى شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - القارعة 101 ؛ آيت - 3 ] (101:3)