يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
( ټكوي به زړونه ) په هغه ورځ كې چې ګرځي خلك لكه واړه ملخان خپاره كړى شوي ( يوپه بل ختونكي ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه ورځ چې كله خلك دخورو ورو پتنګانو غوندې شي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هر يو به په يوه لورى په بې تابى او وارخطائى سره منډې وهى او ځغلى ګواكې دا تشبيه له وړو ملخانو سره د صف ، كثرت ، حركت ، بى انتظامى او بې تابى له پلوه وركړى شوې ده .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - القارعة 101 ؛ آيت - 4 ] (101:4)