وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اووبه ګرځي غرونه ( له هيبته په دې ورځې كې ) لكه پنبه ياوړۍ شيندلې شوې ( دنداف په لينده ).
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او غرونه درنګارنګ ډانډس شوېو وړېو غوندې شى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې لكه چې نداف او ډانډس پخپل ډينډت او لينده سره پنبه او وړۍ ( پشم ) وهى او پړسوى يې او له هغو څخه د حجم په لحاظ يو لوى شى جوړوى او بيا په يو ــ يو كولو او لږ ښورولو سره هغه الوځوى او يوه خوا بل خوا يې رغړوى همداسې به د قيامت په ورځ كې غرونه هم الوځي او سره متفرق كيږي به او په رنګ وركړيو شويو وړيو سره به يې ځكه تشبيه وركړى شوې وى چې هغه ډيرې كمزورې او سپكى دى برسېره په دې د ( فاطر ) د سورت په څلورمه ركوع زمونږ ددغه تفسير په (۲۶۵۴) مخ كې د غرو د رنګ اقسام هم ښودلى شوى دى ( وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - القارعة 101 ؛ آيت - 5 ] (101:5)