Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(101:7) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فهو في عيشة راضية

فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 نوهغه به وي په ښه ژوندون چې راضي به وي (په جنت كې).
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه به په زړه پورې خوندونو كښې وى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې د هر چا عمل چې دروندوى هغه به په هغې ورځي كې په زړه پورې خوښى او هوسائى او آرامى كې وى كه كوم عمل په ليدلو كې ډير لوى عمل ښكارى خو په منځ كې يې د ايمان اغيزه د اسلام اثر د اخلاص روح نه وى نو هغه عمل د الله جل جلاله په دربار كې څه وزن او دروندوالى نه لري لكه چې د ( كهف ) د سورت په ۱۲ ركوع زمونږ ددغه تفسير په (۱۸۷۰) مخ كې داسې راغلى دى ( فَلاَ نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - القارعة 101 ؛ آيت - 7 ] (101:7)