Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(111:1) (آيت نمبر:سورة نمبر)
تبت يدا أبي لهب وتب

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
  مات هلاك دې شي دواړه لاسونه دابي لهب اوپخپله دى هم هلاك شي .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
مات شول د ابي لهب لاسونه ، او هلاك شو هغه
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
( سورة اللهب مكية وهى خمس آية وفيها ركوع واحد عدد تلاوتها ۱۱۱ عدد نزولها ۶ نزلت بعد سورة الفاتحة ) .
( د اللهب سورت مكى دى ۵ آية يوه ركوع لري په تلاوت كې ۱۱۱ او په نزول كې ۶ سورت دى وروسته د الفاتحة له سورت څخه نازل شوى دى ) .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
 تفسير : ابولهب چې نوم يې عبدالعزى بن عبدالمطلب دى د حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم حقيقى تره و خو د خپل كفر او شقاوت له سببه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم ډير سخت دښمن و كله چې زمونږ پيغمبر په كومه مجمع او ډله كې د حق تعالٰى كومه خبره ويله نو دى بدبخت به دوى په تېږو ويشتل او ډير ځله له دې تيږو ويشتلو څخه دده مبارك وجود ژوبلېده او وينې ترې بهېدې ابى لهب تل به داسې چيغى وهلى ( اې خلكو ! ددې سړى خبرو ته غوږونه مه ږدئ ! چې معاذالله درواغجن او بې دين دى ) كله به يې ويل : ( محمد له مونږ سره د هغو شيانو وعده كوي چې مونږ ته به پس له مرګه رسيږي مونږ د هغو شيانو په كېدلو باندې هيڅ باور نه لرو ) بيا به يې خپلو دواړو لاسو ته داسې ويل : ( تبا لكما ارى فيكما شيئاً مما يقول محمد صلی الله عليه وسلم ) تاسې دواړه رامات شئ چې زه په تاسې كې د محمد صلی الله عليه وسلم له دغو ويلو شويو شيانو څخه هيڅ شى نه وينم ) .
يو ځلې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم د ( صفا ) په غونډۍ باندې ودرېد او ګردو ته يې ورغږ كړ د دوى په غږ باندې ګرد خلك سره ټول شول دوى په ډيرى موثرې طريقې سره د اسلام دعوت شروع كړ ( ابولهب ) هم هلته و په ځينو ( روايتو كې دى چې د خپلو دواړو لاسو په اوچت غورځولو سره يې ) وويل : ( تبا لك سائر اليوم الهذا جمعتنا ) مات شئ آيا نن مونږ دداسې خبرې د آورېدلو دپاره دلته سره راټول شوى يو ؟ ) په روح المعانى كې له ځينو څخه نقل شوى دى چې ( ابولهب ) پخپلو لاسو كې تيږى اخيستى د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لورى يې وويشتلى او دا يې ويل لنډه يې دا چې د ( ابولهب ) دښمنى او شقاوت او له حق سره عداوت تر انتهاء پورې رسېدلى و سره له دې كله چې د الله جل جلاله له عذابه وېراوه كېده نو ويل به يې : ( كه چيرې په رښيتا سره دا كار كيدونكى وي نو له ما سره مال او اولاد ډير دى چې زه هغه ګرد په خپلې فديې كې وركړم او ځان له هغو عذابو څخه وژغورم دده ښځې ( ام جميل ) هم له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره سخته هنډه او ضد او عداوت درلود او د ابولهب د دښمنى د اور پيلوځه وه لكه چې دغه ښځه ددغې دښمنى په اور كې د ضد او عناد لرګى غورځول او هغه يې لاپسې تيزاوه په دې سورت كې د دوى دواړو انجام راښوولى شوې دى او داسې يوه تنبيه په كې شته نر وي كه ښځه خپل وي كه پردى لوى وي كه وړوكى هرهغه كله چې د حق په عداوت باندې ملا وتړى هغه بالاخر خوار او ذليل او تباه كيږي لكه چې د پيغمبرانو ډير نژدې خپلوان هم له هغه ذلت څخه ونه ژغورل شول ( ابولهب ) ته وګورئ چې د خپلو لاسو په خوځولو سره يې زمونږ د پاك پيغمبر پر خلاف او هنډه خبرې كولې او پر خپل زور او قوت باندې مغرور و او د الله جل جلاله مقدس شريعت او د معصوم رسول سپيڅلې طريقت ته يې لاس ورغځاوه څنګه يې لاسونه ورمات شول او د هغه ګرد هغه كوښښونه چې د حق په پټولو كې يې كول ابته شول او د هغه سردارى او لوئى د تل دپاره دده له لاسه ووته ګردې چارې يې بېكاره شولې غرور يې له سره ووت او له زوره ولوېد او د تباهى په كنده كې پرېوت دا سورت مكى دى وايي چې د ( بدر ) له غزا څخه اووه ورځې وروسته په ده باندې يوه بده سوځوونكى او زهر لرونكې دانه وخته چې د هغې په سبب دى له كور او كهول څخه جلاكړ شو او هيڅوك نه ورته نژدې كېدل تردې چې همغلته ګوښى مړ شو او مړى يې تر درو ورځو پورې هلته پروت و ترڅو وپړسيد او خوړين شو دلته خلكو د حبشى مزدورانو په لاس په يوه لرګى كې وتاړه او په يوه چوغالى كې يې ( چې چيرې كينودلى شوى و ) لكه يوه مرداره ومانډه او ددغه چوغالى سر يې په تيږو او شګو سره پټ كړ شو دا خو ددنيا رسوائى او خرابى ده ښكاره ده چې د آخرت ربړونه له دې څخه ډير سخت دي ( وَلَعَذَابُ الآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - المسد 111 ؛ آيت - 1 ] (111:1)