مَا أَغْنَىٰ عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
دفع به نكړي ( دغه هلاكت ) لدغه ( ابي لهب ) څخه ( اصلي ) مال دده اوهغه چې ده ګټلي و( يعنې اولاده يې ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
د هغه شتمني او څه چې هغه ګټلي هغه ته په درد ونه خوړل
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې مال ، اولاد ، عزت ، وجاهت او لوئى هيڅ يوه ( ابى لهب ) له هلاكته ونه شوى ژغورلى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - المسد 111 ؛ آيت - 2 ] (111:2)