سَيَصْلَىٰ نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
ژر دى چې ننه به وځي ( ابي لهب په قيامت كې ) په اورخاونددلمبوكې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ارومرو به هغه په تاوءجن بڅرى والا اوركښې ننوځي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې وروسته له مړ كېدلو څخه ( ابى لهب ) ته سخت لمبې لرونكى اور رسيدونكى دى ښايي په دې مناسبت قرآن كريم د عبدالعزى كنيت ( ابى لهب ) ايښى وي په دنيا كې هغه ته ( ابى لهب ) ځكه ويل كيده چې د هغه د مخ بارخوګان لكه اورځليدل مګر قرآن كريم دا راوښوول چې دى د خپل اخرى انجام د اعتبار او پلوه هم د ( ابى لهب ) د ويلو وړ دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - المسد 111 ؛ آيت - 3 ] (111:3)