وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
او( ننه به وځي ) ښځه دهغه ( ابي لهب ) اورته پدې حال كې چې باردراوړونكى به وي دخسو( ددوزخ )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او ( له هغه سره به ) دهغه ښځه هم ، دخسو د پنډونو راوړونكې
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : د ( ابى لهب ) ښځه ( ام جميل ) سره له مال دارى ډيره بخيله او كنسكه وه نو ځكه دا به په خپله ځنګل ته تله لرګى به يې راوړه او اغزى به يې ټولول او زمونږ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په لياره كې به يې د شپې له مخې اچول چې هغوى ته د تهجد د تګ او راتګ په وخت كې ربړ ورپيښ شى فرمايلى يې دي : ( دې لكه چې دلته د حق په دښمنى او د الله جل جلاله د پيغمبر په ايذاء رسولو كې د خپل مېړه سره معاونت او مرستې كولې په دوزخ كې به هم هغه سره داسې مرستې كوي ) ښايي چې هلته به هم د زقوم او ضريع ( چې د دوزخ اغزى لرونكى ونې دي ) لرګى راوړى او د هغو په وسيله به د خپل مېړه د عذاب اور لا تود وي لكه چې ( ابن كثير رحمه الله ) ويلى دى .
تنبيه : ځينو د ( حَمَّالَةَ الْحَطَبِ ) معنٰى چوغلګر اخيستى دى لكه چې د عربو په محاورو كې دا لفظ په دې معنٰى سره هم وايه كيږي او په پاړسو كې چوغلګر ته ( هيزم كش ) وايه شى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - المسد 111 ؛ آيت - 4 ] (111:4)