فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
حال داچې په غاړه ددې كې رسۍ ده له مضبوطورسيو( پټوكيودخرماؤ) څخه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
د هغې په غاړه كښې دخرماوء د پوستكو نه اوبدل شوې غټه كلكه رسۍ ده.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ډيره كلكه او مضبوطه چوخيدونكى رسۍ له دې څخه زياترو مفسرينو د دوزخ د اوسپنى غاړكۍ او سلاسل مراد اخيستى دى او دا تشبيه د ( حَمَّالَةَ الْحَطَبِ ) په مناسبت وركړې شوې ده ځكه چې د لرګيو د بار په تړلو كې رسۍ ته ډير ضرورت پيښيږي ليكى چې ددې ښځې په غاړه كې يوه خورا ښه قيمتداره غاړكۍ وه دې به ويل : ( په لات او عزٰى باندې قسم خورم چې زه دا خپله غاړكۍ د محمد په عداوت باندې لګوم ) نوځكه ضرور دى چې په دوزخ كې هم د هغې غاړه له هغسې يوې غاړكۍ څخه تشه نه وي عجيبه خبره لا داده چې ددې بدبختى مرګ هم داسې واقع شو چې د لرګيو د پېټى رسۍ د هغې په غاړه كې ( چې په يوه ګټ باندې دمه كيښوده ) غوټه شوه ( او غټه تيږه ددې او د پېټى په منځ كې راغله ) او ساه يې وخته .
( تمت سورة اللهب بفضل الله تعالٰى ومنه وكرمه ) .
( سورة الاخلاص مكية وهى اربع آية وفيها ركوع واحد عدد تلاوتها ۱۱۲ عدد نزولها ۲۲ نزلت بعد سورة الناس ) .
( د الاخلاص سورت مكى دى ۴ آية يوه ركوع لري په تلاوت كې ۱۱۲ او په نزول كې ۲۲ سورت دى وروسته د الناس له سورت څخه نازل شوى دى ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - المسد 111 ؛ آيت - 5 ] (111:5)