لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نه يې دى ځيږولى ( هيڅوك ) اونه دى ځيږولى شوى دى ( له هيچانه )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
نه هغه څوك زېږولى دى او نه هغه زېږول شوى دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې نه هيڅوك دده اولاد دى او نه دى د چا اولاد دى له دې څخه د هغو عقائدو ترديد هم وشو چې په هغو كې حضرت مسيح عليه السلام حضرت عزير عليه السلام د الله جل جلاله ځامن بلل كيږي يا پرښتو ته د الله جل جلاله لوڼى وايي او هم په ( وَلَمْ يُولَدْ ) سره د هغو عقيدو ترديد وشو چې ځينې خلك مسيح يا نورو ته الله وايي يعنې د الله جل جلاله دا شان دى چې څوك يې نه وي زيږولى او نه دى له بل چا څخه زيږولى شوى وي او ښكاره خبره ده چې عيسٰى عليه السلام د يوې سپين لمنې نجلۍ له نسه پيداشوى دى نو هغه څنګه خداى كېدى شى ؟
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الإخلاص 112 ؛ آيت - 3 ] (112:3)