Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(113:5) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ومن شر حاسد إذا حسد

وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوله شره دحسدكوونكي كله چې ښكاره كړي حسدخپل .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او د رخه ناك له شر څخه چې كله هغه رخه وكړي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكى : ( كله چې د هغه نظر ولګيږي بېشكه ) نظر او د سترګو ټپ يوه واقعى او رښتيا خبره ده خو د ډيرو مفسرينو نزد د ( وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ ) مطلب دادى : كله چې حاسد د خپل زړه كيفيت ضبط نه كړى شى او په عملى ډول سره خپل حسد ښكاره كړى نو د هغه له بدى څخه پناه غوښتل ښايي كه د يوه سړى په زړه كې بې واكه حسد پيدا شى خو هغه خپل نفس پخپل ضبط او پخپل واك ساتى او له محسود سره د حسد وضعيت نه ښكار وي نو هغه له دې څخه وتلى دى دحسد معنٰى داده چې د بل چا د وركړى شوى نعمت زوال وغواړى البته داسې غوښتنه چې الله جل جلاله ماته هم داسې نعمت يا زيات له هغه څخه وبښى چې هغه ته الله جل جلاله وركړى دى په رخې او حسد كې داخله نه ده او هغه ته ( غبطه ) وايه شى د بخارى شريف په دې حديث كې چې ( لاحسد الا فى اثنتين الخ ) له حسد څخه همدا غبطه مراد ده .
( تمت سورة الفلق بفضل الله تعالٰى ومنه وكرمه ) .
( سورة الناس مدنية او مكية وهى ست آية وفيها ركوع احد عددتلاوتها ۱۱۴ عدد نزولها ۲۱ نزلت بعد سورة الفلق ) .
( د الناس سورت مدنى يا مكى دى شپږ آيت يوه ركوع لري په تلاوت كې ۱۱۴ او په نزول كې ۲۱ سورت دى وروسته د الفلق له سورته نازل شوى دى ) .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الفلق 113 ؛ آيت - 5 ] (113:5)