Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(114:6) (آيت نمبر:سورة نمبر)
من الجنة و الناس

مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 له پيريانو اوانسانانو څخه دى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
كه هغه له پيريانو څخه وي كه له انسانانو څخه.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : شيطان هم په پيريانو كې او هم په انسانانو كې شته لكه چې په (۱۴) ركوع د ( الانعام ) د سورت زمونږ ددغه مقدس تفسير په (۸۴۵) مخ كې داسې يو آيت لولو ( وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ
الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا ) الله جل جلاله مو دې ددى دواړو له شره وساتى .
تكمله : ددې دوو سورتو په تفسير كې عالمانو او حكيمانو ډيرې زيادې نكتى ويلى دى د حافظ ابن قيم رحمه الله زمونږ د امام رازى رحمه الله زمونږ د بلخى ابن سبارح د حضرت شاه عبدالعزيز دهلوى محدث رحمه الله د اوږدو بيانو ليكل دلته ممكن نه دى نو دلته يواځي د مولانا محمدقاسم نانوتوى رحمه الله د كلام خلاصه او د وينا لنډون ښكار كيږي چې د ( فوائد موضح الفرقان ) د حسن خاتمې دپاره يو نېك فال ثابت شى .
دا يو فطرى او عام دستور دى كله چې په كوم باغ كې نوى تر كودى ( شنېلى ، نبات ) ځمكه وچوى او له تخم څخه د باندې ووځى نو باغوان يا بزګر د هغه تحفظ او پالنې او روزنى ته زياته توجه كوي او د هغه د لوئېدلو په نسبت ډير كوښښ او زيار كاږى چې هغه له ګردو ارضى او سماوى آفاتو څخه وساتى او ترڅو د خپل كمال حد ته ونه رسيږي دى يې ډير ربړ اېستلو او پام لرنې ته اړ دى اوس په دې خبرې باندې غور كول په كار دى چې د شنېلى د ژوندون فناء كوونكى يا د هغه د ثمرياتو له تمتع څخه د هغه د مالك محروم ګرځوونكى كوم ــ كوم آفتونه دى ؟ چې د هغو د شراومضرت په لرې كولو كې تل باغوان بايز ګرځيروى او زياته توجه او توښ ولرى ؟ چې خپل مساعى كامياب كړى په ادنٰى تامل او لږ تصور او اټكل سره څرګنديږي چې داسې آفتونه زياتره په څلور ډوله پيښيږي چې د هغو په انداد كې باغوانان څلورو شيانو ته ډير اړ دى .
اول : د شنېلى خوړونكې چنجى او خزندې شړل چې هغو له غاښو او خولو څخه نبات او تركودې ته زيان رسيږي يا د هغو په جبلت او خلقت كې د هغه شنېليو خوړل داخل دى .
دويم : د ويالې يا د سيند يا د كاريز يا د كوهى اوبه ، هوا او د لمر تودوخى ( الغرض د ژوندون او د ترقى ګرد اسباب ) د شتو او هستى پوره انتظام دى .
دريم : په هغه باندې د واورې ، ږلۍ ، خورې او د نورو شيانو نه لوېدل چې د هغه د غريزى حرارت د احتقان باعث شى ځكه دغه ددې د ترقى او د نشو او نماء مانع ګرځي .
څلورم : د باغ د خاوند كوم دښمن يا حاسد د هغه كومه څانګه يا لښته او پاڼې او نور ونه شكوى يا هغه له بېخه ونه كاږى او ايسته يې ونه غورځوى .
كه باغوان ددې څلورو واړو خبرو په زړه پورې مكمل انتظام او بندوبست وكړى نو له الله جل جلاله څخه هيله كيږي چې هغه نبات او تركودې لوئى شى او په زړه پورې ګټې ترې واخيستى شى او خلك دهغو د څانګو له مېوو څخه پوره فائده واخلى همداسې مونږ ته ښايي چې د ارض او سماء له خالق څخه ( چې رب الفلق او خالق الحب والنوى دى او د نړى د تكو شنو چمنو حقيقى مالك او مربى دى ) د خپل وجود د شجر او د ايمان د شجر په نسبت له دې څلورو آفتو څخه پناه وغواړو ! بيا ښايي معلوم كړ شى لكه چې په اول قسم كې د تركودې خوړونكيو ساكښانو ضرر پيښول يواځي د هغوى د طبيعت له مقتضياتو څخه و همداسې د شر اضافت د ( ماخلق ) په لورى هم په دې خوا مشير دى چې دا شر د هغه مخلوق من حيث هو مخلوق له سببه ثابت دى او د هغو په زړو كې پرته د هغو د طبيعت او فطرى دواعى بل كوم سبب ته دخل نشته لكه چې په منګور ، لړم ، سباع ، بهائم او نورو كې ليدل كيږي .
( د لړم لشه ټومبل نه دى له هنډه دا يې غوښت دى د وجود له سره هنډه )
( نيش عقرب نه از پى كين است مقتضاى طبيعتش اين است )
وروسته له دې په دويمه درجه كې يې له ( غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ ) څخه د تعوذ تعليم وركړى دى چې له هغه څخه د مفسرينو په نزد يا شپه ده چې ښه تپه تياره شى يا د لمر ډوبيدل دى يا د سپوږمۍ تندر او خسوف دى له دوى څخه هره يوه معنٰى چې واخلئ دومره خبره خو يقينى ده چې په ( غاسق ) كې د ( شر ) پيداكېدل د هغې پر وقوف ( د يو څيز تر شا پټيدو ) باندې مبنى دى او ښكاره ده چې په وقوف ( پټيدل ) كې پرته له دې څخه بله كومه خبره نشته چې له مونږ څخه د يوه څيز علاقه منقطعه شى او هغه فوائد او ګټې چې مونږ ته د هغې له ظهور څخه حاصلېدې هغه به اوس په لاس نه راځي كله چې داسې دى نو دا تمثيل له اسبابو او مسبباتو څخه پرته پر بل كوم شى باندې نه لګيږي ځكه چې د مسبب وجود د اسبابو او معداتو پر وجود كې بريالى كيداى نشى او همدا خبره ده چې مونږ د آفتو په دويم قسم كې وليكل چې كه اوبه ، هوا ، د لمر تودوخى او رڼا ( الغرض د ژوندون او ترقى ګرد اسباب ) په زړه پورې منظم نه وي نو هغه تر كودې نبات مړاوې او وچيږي .
وروسته له دې دريم تعوذ له ( النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ ) څخه وكړ شو لكه چې وويل شول : له هغه څخه ساحرانه چارې مراد دى هغه كسان چې د سحر د وجود منونكى دى هغوى يې منى چې د سحر له اثره مسحور ته داسې امور پيښيږي چې له هغو څخه د طبيعت اصلى آثار مغلوب او مړه كيږي . نو د سحر آفت هغه آفت ته ډير ورته دى چې تر كودې ته له واورې او ږلۍ او د غريزى حرارت د بنديدو په سبب پيدا كيږي او د هغه په نشوو نما او وده او لوئيدو كې نقصان پيښوى هغه الفاظ چې د ( لبيد بن اعصم ) په قصه كې شته ځينې يې دادى : ( فقال عليه السلام كانما انشط من عقال ) له دې څخه له ورا ښكاريږي چې پر دوى باندې كوم شى مستولى شوى و او د دوى د طبيعت مقتضيات يې پټ كړى و چې د جبرائيل عليه السلام په تعوذ سره د الله جل جلاله په امرهغه عارضه وركه شوه .
اوس له هغو آفاتو څخه چې د ځان ساتنه ضرورى ده فقط يوه آخرى درجه اوشى پاته شو چې دښمن د حسد او عداوت په سبب د باغ كومه څانګه يا لښته ماتوى يا نيالګى له بېخه راكاږى د باندې يې غورځوى يا
يې پاڼې يا يې ميوې ښكوى د شر دا مرتبه يې له ( وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ ) سره په ډير وضاحت راوښووله .
په دغه تقرير او وينا كې كه كوم لږوالى شته خو هغه يواځى دادى چې كله ــ كله تخم ته پرته له دې څلورو واړو آفتو څخه كوم بل آفت پخوا له زرغونېدلو څخه ورپيښيږي يا خو يې مېږتون منځنى جوهر ( چې د تخم تومنه يا قلب يا د تخم ( سوېدا ) ورته وايه شى او د زرغونېدلو اصلى ماده وي ) خورى يا يې د بلې كومى پيښې په سبب دننه برخه تكه توره واړوى يا له منځه دوه پلې او د نشو نما او د زرغونيدلو ، لوئيدلو او د ودى قابليت په كې پاتې نشى ښايي ددې لږتوب د تلافى دپاره به بل سورت كې د ( الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ ) له شر څخه د استعاذى تعليم وركړى شوى وى ولى چې ( َوسْوَاسِ ) د هغو فاسدو خطراتو نوم دى چې په سترګو نه ښكارى بلكه په پټه سره د ايمان په قوت كې كنډو او رخنه اچوى چې د هغه علاج پرته د عالم الخفيات والسرائر څخه بل څوك نشى كولى خو كله چې د وساوسو مقابله له ايمان سره وشى نو د وسواس ددفعې دپاره په همدې صفاتو باندې د تمسك ضرورت دى چې د ايمان د مبادى او مناشى له اصولو څخه شمېرلى كيږي او له هغو څخه ايمان ته مدد رسيږي اوس له تجربو څخه راښكاره شوه چې له ګردو څخه اول د ايمان ( انقياد او تسليم ) نشو او نماد حق تعالى د بې انتهاء تربيتو او بې غآياتو انعاماتو د ليدلو څخه حاصليږي نو كله چې مونږ د هغه په مطلقه ربوبيت باندې نظر واچوو نو زمونږ ذهن دې خواته منتقل كيږي چې هغه ذات رب العزت مالك الملك او مطلق شهنشاه هم دى ځكه چې د تربيت مطلقه معنٰى د هر راز جسمانى او روحانى ضرورياتو رسونه دى او دا كار پرته له هسې يو منبع الكمالات ذات څخه له بل چا څخه كېدونكى نه دى چې هغه د هر راز ضرورياتو او شيانو مالك او ددنيا هيڅ يو شى د هغه د اقتدار له قبضې د باندې نه دى همداسې ذات مونږ مالك الملك او مطلق شهنشاه ويلى شو او بېشكه د هغه لوى شان داسې كېدى شى چې ( لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ) ګواكې مالكيت يا مالكيت دداسې يو قوت نوم دى چې د هغه د فضيلت مرتبه په ( ربوبيت ) سره موسوميږي ځكه چې د ربوبيت لنډ تعريف د منقعت اعطاء او د مضرت دفع دى او پر دغو دواړو باندې قدرت لرل دى داد مطلق شهنشاه منصب دى كه لږ له دې څخه وړاندې ته ځير شو نو ددې على الاطلاق پاچا د معبوديت ( الوهيت ) سراغ او پته هم مبتدله كيږي ځكه چې معبود هغه ته وايه شى چې د هغه د حكم په مقابل كې هرڅوك غاړه كيږدى او دده د امر په مقابل كې د بل حكم هيڅ خيال او پروا ونه كړه شى نو ښكاره ده چې داد بندګى انقياد پرته د كامله محبت اومطلقه حكومت په مخامخ كې د بل چا په مخ كې نه كاوه شى او نه يې وړ دى ددې دواړو شيانو اصلى مستحق پرته له الله جل جلاله څخه بل څوك نه دى ځكه د معبوديت او الوهيت صفت هم يواځي هغه ( وحده لاشريك له ) ته ثابت شو ووايئ ( قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا ) .
لنډه يې دا هغه كوم صفت چې د ايمان مبدا ګرځي ربوبيت دى وروسته له هغه د ملكيت صفت دى او
له ټولو څخه وروسته د الوهيت مرتبه ده نو هر هغه څوك چې خپل ايمان د شيطانى وسوسو د مضرت د ساتلو په نيت د حق تعالٰى دربار ته حاضريږي چې هلته خپله چاره جوئى وكړى نو ښايي همداسې درجه په درجه له يو مقام څخه بل مقام ته ولاړ شى لكه چې پخپله پروردګار په همدې ترتيب سره د خپلې ستاينې په ( بِرَبِّ النَّاسِ ، مَلِكِ النَّاسِ ، إِلَهِ النَّاسِ ) سره په سورت الناس كې بيان فرمايلى دى او عجيبه خبره داده لكه چې د مستعاذ به له خوا دلته درې صفتونه بې د عاطفې له واو څخه او بې د جارې د ( ب ) له اعادې څخه مذكور دى د مستعاذ منه له جانبه هم درې شيان په نظر راځي چې پرله پسې صفت په صفت بيان كړى شوى دى په دې باندې به داسې پوهيږئ چې د ( وسواس ) لفظ د ( الوهيت ) د وصغيت په مقابل كې واخلئ ځكه چې حقيقى مستعاذ به ( إِلَهِ النَّاسِ ) دى او ( مالك ) او ( رب ) په هغه پورې د رسېدلو عنوان ټاكلى شوى دى همداسې د مستعاذ منه حقيقت همدا ( وسواس ) دى چې د هغه د صفت په مخ كې ( خناس ) راوړى شوى دى له ( خناس ) څخه دا مراد دى چې شيطان د غفلت په حال د انسان په زړه كې وسوسه اچوى او كله چې څوك ويښ شى نو دغلو په شان د هغوى پسې بېرته ځان راكاږى دداسې غلو او بدو چارو نيول او د هغوى د ربړ تعدى لاس پرې كول اود رعيتو د آرامى او د هوسائى چارې ورغونډول د سلاطينو او د ټولواكانو لويه فريضه او مهمه وظيفه ده ځكه مناسب به وى چې ددې صفت په مقابل كې ( ملك الناس ) كيښود شى او ( الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ ) چې د ( خناس ) د فعليت درجه ده او مونږ هغې ته د غله د نقب وهلو سره تشبيه وركولى شى هغه د( رب الناس ) په مقابله كې دى ( چې په پخوانى تحرير كې د ( ملك الناس ) د فعليت مرتبه ده ) وشمېرلى شى بيا دې وكتل شى چې د مستعاذ منه او مستعاذ به په منځ كې څومره نام او كامل تقابل ښكاريږي والله اعلم باسرار كلامه !
اوله تنبيه : له ډيرو اصحابو لكه ( حضرت بى بى عائشة الصديقهB ، حضرت ابن عباس رضي الله عنه ، حضرت زيد بن ارقم رضي الله عنه ) څخه روايت دى چې پر حضرت نبى كريم صلی الله عليه وسلم ځينو جهودانو سحر جادو او كوډې كړى وې چې د هغو له اثره د هغوى په مبارك بدن باندې يو راز مرض لاحق شو په دې منځ كې كله داسې هم پيښېده چې دوى به ځينې دنيوى چارې كولې خو بيا يې داسې ګڼل چې هغه يې نه دى كړى يا هغه دنيوى كار چې كړى يې نه وى داسې يې باله چې كړى يې دى ددې پيښې د علاج دپاره الله جل جلاله دا دوه سورتونه رانازل كړل چې د هغه له تاثيره د الله جل جلاله په اذن هغه مرض زائل شو واضح دې وي چې دا واقعه په صحيحينو كې شته چې په هغه باندې تر اوسه پورې هيڅ يوه محدث جرح نه ده كړې او داسې كيفيت د رسالت له منصبه سره قطعاً منافى نه دى لكه چې دوى كله ــ كله ناروغ اوځينې اوقات غشى پر دوى باندې طارى كېده يا څو ځلې په لمانځه كې سهو شوى دى دوې فرمايلى دي ( انما انا بشر انسى كما تنسون فاذا نسيت فذكرونى ) بېشكه چې زه يو سړى يم لكه تاسې او هېروم شيان لكه چې تاسې يې هېروئ كله چې زما څخه كوم شى هېر شى نو هغه راپه ياد كړئ ! ) ښايي چې ځينې ناپوهان ووايي چې ( كه پر هغوى باندې غشى طارى كېده نو د هغه پر وحى او نورو خبرو باندې څنګه يقين وكړى شى ؟ ښايي چې په هغه هم سهو ، نسيان ، هېره او نور شيان كډوى ) اګر كه د هغې سهوى او نسيان څخه دا نه لازميږي چې د الله جل جلاله د وحى او د تبليغ په فرائضو كې شكوك او شبهات پيدا شى او له دومره يوې خبرې څخه چې كله ــ كله به دوى د يوه كړى كار په نسبت فرمايل چې نه يې دى كړى يا يو ناشوى كار به يې داسې ګاڼه چې كړى يې دى څرنګه به دا لازميږي چې د دوى په ځينو تعليماتو او د بعثت د فرائضو په قوت او اعتبار كې څه شك او شبهه پيدا شى .
په ياد يې ولرئ چې سهو ، نسيان ، مرض ، غشى او نور انسانى عوارض د بشريت له خواصو عوارضو څخه دى كله چې انبياء عليه السلام بشر دى نو دداسې خواصو ميندل دهغو په وجود كې د هغوى له مرتبى څخه هيڅ شى نه لږوي هو ! دا ضرورى ده كله چې د يوه سړى په نسبت په قاطعه ؤ براهينو او نيره ؤ دلائلو ثابت شى چې هغه په رښتيا سره د الله جل جلاله يقينى استاځى وي نو ددې خبرې منل هم په كار دى چې د الله جل جلاله د هغه د عصمت تكفل كړى دى او همغه يې د خپلى وحى د وريادولو او پوهولو او ور رسولو ذمه وار ګرځولى دى نو څرنګه ممكن كيدى شى چې دده ددعوت د فرائضو او د تبليغ په انجام كې كوم بل طاقت يا قوت خلل واچوى نفس وى كه شيطان ناروغى وي كه جادو لنډه يې داچې ( مسحور ) ويل د هغوى مطلب به پرته د نبوت له ابطال او ددې خبرې د ښوونې چې د كوډو له اثره د هغوى عقل په ځاى نه دى پاتې بل كوم شى نه و ګواكې هغوى د ( مسحور ) معنٰى ( مجنون ) اخيسته او د الله جل جلاله وحى ته يې د جنون جوش وايه ( العياذبالله ) نو ځكه د هغوى تكذيب او ترديد ضرور شو دادعوى هيچيرې نه ده شوى چې انبياء عليه السلام د بشريت له لوازمو څخه مستثنٰى دى او هيڅ كله د يوې شبهى لپاره دا خبره د منلو وړ نه ده چې پر كوم پيغمبر باندې په هغو چارو كې چې د بعثت په لوړو مقاصدو پورې اړه لري د سحر او جادو لږ څه اثر لوېدلى وي اونه كوډى او نه جادو د نبوت او د بعثت په فرائضو كې څه خلل او ډيل اچولى شى .
دويمه تنبيه : د معوذتينو په قرآنيت باندې د ګردو اصحابو اجماع ده او د هغوى له زمانې څخه تر اوسه پورې په تواتر سره ثابت شوېده يواځي د حضرت ابن مسعود رضي الله عنه څخه نقل كاوه شى چې دوى به دا دوه سورتونه په خپل مصحف كې نه ليكل خو دا خبره دې ښكاره وي چې ابن مسعود رضي الله عنه هم ددې دوو سورتونو په قرآنيت كې هيڅ شك او شبهه نه لرله او دا يې منل چې دا د پاك الله جل جلاله كلام دى او يقيناً له آسمانه رانازل شوى دى خوددې د نزول اصلى مقصد رقيه او علاج دى دا نه دى رامعلوم چې د تلاوت دپاره نازل شوى دى ؟ كه نه ؟ نو ځكه ددې دوو سورتونو ليكل په هغه مصحف كې چې د تلاوت دپاره وي له احتياطه چپ دى ( انه كانه لا يعد المعوذتين من القرآن وكان لا يكتبهما فى مصحفه ويقول انهما منزلتان من السماء وهما من كلام رب العلمين ولكن النبى عليه الصلوة والسلام كان يرقى ويعوذ بهما فاشتبه عليه انهما من القرآن اوليستا منه فلم يكتبهما فى المصحف ) ( د روح البيان د څلورم جلد ۷۲۳ مخ وګورئ ! ) لم ينكر ابن مسعود رضي الله عنه كونهما من القرآن وانما انكر اثباتهما فى المصحف فانه كان يرى ان لا يكتب فى المصحف شيئا الا ان كان النبى صلی الله عليه وسلم اذن فى كتابته فيه وكان لم يبلغه الاذن ) ( د فتح البارى د اتم جلد ۵۷۱ مخ وګورئ ) حافظ د يو بل عالم د الفاظو داسې نقل كړى دى : ( د لم يكن اختلاف ابن مسعود مع غيره فى قرآنيتهما وانما كان فى صفة من صفاتهما ) د ( فتح البارى د پنځم جلد ۵۷۱ مخ وګورئ ) په هرحال د ابن مسعود رضي الله عنه دا راى شخصى او انفرادى وه او لكه چې ( بزار ) تصريح كړې ده هيڅ يو له اصحابو څخه له ده سره متفق نه و او ډير امكان لري چې وروسته له دې څخه چې هغوى ته په تواتر سره دا ورښكاره شوې وي چې معوذتين هم له متلو قرآن څخه دى نو هغوى به هم په هغوى په هغه خپل ړومبنى فكر باندې پاته نه وي برسېره په دې د دوى انفرادى راى هم له خبر واحد څخه معلوميږي چې د قرآن د تواتر په مقابل كې د اورېدلو وړ نه دى .
په شرح مواقف كې ليكلى شوى دى : ( ان اختلاف الصحابة فى بعض سور القرآن مروى الاحاد المفيدة للظن و مجموع القرآن منقول بالتواتر المفيد لليقين الذى يضمحل الظن فى مقابلته فتلك الاحاد مما لا يلتفت اليه ثم ان سلمنا اختلافهم فيما ذكر قلنا انهم لم يختلفوا فى نزوله على النبى صلی الله عليه وسلم ولا فى بلوغه فى البلاغة حد الا عجاز بل فى مجرد كونه من القرآن وذلك لا يضر فيما نحن بصدده الخ ) حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : ( واجيب باحتمال انه كان متواتراً فى عصر ابن مسعود لكن لم يتواتر عند ابن مسعود رضي الله عنه فانحلت العقدة بعون الله تعالٰى الخ ) او صاحب المعانى ليكى : ( ولعل ابن مسعود رضي الله عنه رجع عن ذلك الخ ) .
يا اله العلمين ! ستا شكر په كومه ژبه اداء كړو چې تا مونږ ته داسې خالص توفيق او تيسير راوباښه چې نن مو دا مهتم بالشان خدمت پاى ته ورساوه ! مونږ د خپل دغه خلوصيت او عقيدت ثمره چې يواځي ستا په فضل او اعانت سره پاى ته رسيدلى دى ستا د قدسيت لوى دربار ته په ډير عجز او نياز در وړاندې كوو اميد او هيله لرو چې پخپل فضل او كرم قبول يې كړى ! الهى مونږ معترف يو چې ددې لوى خدمت په پاى ته رسولو كې مو حق د اخلاص او د خدمت نه دى اداء كړى خو كله چې ستا رحمت او رافت سيات په حسناتو سره بدلولى شى تا ته د يوه حسنه صورت بدلول په حسنه حقيقت سره كومه لويه خبره نه ده ! ستا مهربانى او لورينې ته همداسې هيله ده چې ته د خپلې نكتې پالنې له پلوه دا زمونږ عمل تل مقبول او ژوندى ولرې ؟ او دده د ښو ثمراتو څخه مونږ په دواړو دارينو كې متمتع وګرځوې ؟
يا اله العلمين ! ته د خپل قرآن له بركته مونږ او زمونږ والدين او زمونږ استاذان او زمونږ شيوخ او زمونږ اقارب او احباب او هغه كسان چې په دې ښه كار كې محرك ، داعى ، ممد ، معاون شوى دى يا هغه پوهان چې په دې عظيم الشان كار كې يې رفاقت او اعانت راسره كړى دى ګرد وبښې ! او ددنيا او آخرت له بلاؤ څخه يې مامون او مصئون ولرې ؟
او حضرت شيخ الهند محمودالحسن ديوبندى رحمه الله او حضرت عمدة المفسرين شبير احمدعثمانى مدظله سره مو په جنت الفردوس كې يو ځاى كړې !
( تمت الترجمة والتفسير فلله الحمد اولاً واخراً وظاهراً وباطنا ربنا لا تواخذنا ان نيسنا او اخطانا ) ربنا تقبل منا انك انت السميع العليم اللهم انس وحشتى فى قبرى اللهم ارحمنى بالقرآن العظيم واجعله لى اماماً ونوراً وهدى ورحمة اللهم ذكرنى منه ما نسيت وعلمنى منه ما جهلت وارزقنى تلاوته آنا الليل واطراف النهار واجعله لى حجة يا رب العلمين !
( د قرآن پيل په باء ، ختم يې په سين شو ولې ؟ ځكه رهبر مو په دارينو كې قرآن دى بس ! )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - عم 30 ؛ سورة - الناس 114 ؛ آيت - 6 ] (114:6)