Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(70 (71 (72 (73 (74 (75 (76 (77 (78 (79 (7:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(7:109) (آيت نمبر:سورة نمبر)
قال الملأ من قوم فرعون إن هذا لساحر عليم

قَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَٰذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 وويل مشرانوله قومه دفرعونه ( سره له فرعونه ) چې بيشكه دا( موسى ) خامخاجادوګردله ټولوډيرپوه ( چې له همسانه اژدهااوله لاسې نه لمرجوړوي )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
پدې سره د فرعون د قوم مشرانو پخپلو مينځو كښې وويل چې: " په يقيني توګه دا سړى ډېر ماهر كوډګر دى ،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسیر : معلومیږي چې فرعون د موسی علیه السلام معجزاتو څخه ډېر ووېرېده او ټول خلق یې راغونډ کړل ، او لومړی ده په خپله بالذات ( کما فی الشعراء ) او بیا دده له لوري دده د نورو مشرانو خپلې اراء داسې اظهار کړې چې معاذالله موسی علیه السلام کوم لوی جادوګر او ساحر دی ، ځکه هغه خوارق چې له موسی علیه السلام څخه ظاهر او څرګند شوي وو، ددوی له حسیاتو سره سم د هغو لپاره له جادو او سحر څخه پرته بل کوم بهتر تعبیر او توجیه دوی نه شوه موندلی .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الملا 9 ؛ سورة - الأعراف 7 ؛ آيت - 109 ] (7:109)