Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(70 (71 (72 (73 (74 (75 (76 (77 (78 (79 (7:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(7:113) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وجاء السحرة فرعون قالوا إن لنا لأجرا إن كنا نحن الغالبين

وَجَاءَ السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوا إِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوراغلل ساحران ( جادوګران ) فرعون ته وويل دغوجادوګرانو( فرعون ته ) چې آيابيشكه وي به مونږته خامخاښه مزدوري كه شوومونږهمداغلبه كوونكي ( پرموسى ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
همداسې وشول او كوډګران فرعون ته راغلل. هغوى وويل" كه مونږ برلاسي شو نو مونږ ته خوبه ددې مكافات ارو مرو راكړل شي؟.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسیر : د فرعون ساحرینو د ( ان لنا لاجراً ) په ویلو په لومړني مجلس کې دغه خبره څرګند ه کړه چې د انبیاء علیهم السلام لومړنی لفظ ( قل ما سالتکم من اجر فهو لکم، ان اجري الا علی الله ) وي او دوي د کومي کسبي او کارګري طائفې څخه نه دي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الملا 9 ؛ سورة - الأعراف 7 ؛ آيت - 113 ] (7:113)