Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(90 (91 (92 (93 (94 (95 (96 (97 (98 (99 (9:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(9:1) (آيت نمبر:سورة نمبر)
براءة من الله ورسوله إلى الذين عاهدتم من المشركين

بَرَاءَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 ( دا) بيزاري (ياصاف ځواب ) دى له ( طرفه د) الله او( له طرفه ) درسول دالله هغوكسانوته چې عهدورسره كړى دى تاسې له مشركانو.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دبېزارۍ اعلان دى د الله او د هغه د پيغمبر له خوا هغو مشركانو ته چې له هغو سره تاسې تړون كړى ؤ.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 د ( التوبة ) سورة مدني دى ، پرته له دوو وروستيو آيتونو چې ( مکي ) دي ، ١٢٩ آيتونه او ١٦ رکوع لري، په تلاوت کې ٩ اوپه نزول کې ١١٣ دى، د المائدة له سورت څخه وروسته نازل شوى دى.
د ( الانفال ) سورت دهجرت په اوائلو کې اود ( التوبة يا د برائت ) سورت د هجرت په اواخرو کې نازل شوى دى، درسول اکرم صلى الله عليه وسلم داعادت و چې دهر قرآني آيت په نسبت چې نازلېده داسې به يې فرمايل چې دغه آيت دې دهغه سورت په هغه موقع کې کېښود شي! ددغو آيتونو په نسبت ( چې اوس د ( التوبة ) سورت ياد ( برائة ) سورت ورته ويلى شي رسول الله صلى الله عليه وسلم څه تصريح ونه فرمايله ، چې په کوم سورت کې دې درج کړى شي، له دې نه ظاهريږي چې دغه مستقل سورت دى اودبل کوم سورت جزء نه دى، لېکن عمومي قاعده داسې وه، کله چې به کوم نوى سورت نازلېده نو له پخواني سورت څخه دجلا کېدلو له پاره ( بسم الله الرحمن الرحيم ) به هم راتله، د التوبة دسورت په شروع کې ( بسم الله الرحمن الرحيم ) رانغله څو مشعر وي چې دغه بېل سورت نه دى.
نظر په دغو وجوهو په عثماني مصاحفو کې ددغه سورت په شروع کې ( بسم الله الرحمن الرحيم ) نه ده ليکلى شوې، لېکن په کتابت کې دده اود ( انفال )په منځ کې فصل کړى شوى دى، چې نه په پوره ډول سره دهغه استقلال ښکاره شي اونه يې له بل سورت سره جزويت ثابت وي، باقي له ( انفال ) سره دده د اتصال وجه داده چې ( انفال ) په نزول کې مقدم دى نوبې له کومې خاصې وجهې څخه ولې مؤخر کړى شي، اوددغو دواړو مضامين يوله بل سره دومره ارتباط او ورته والى لري چې ګواکې ( برائة ) ته د ( انفال ) تتمه او تکمله ويلاى شي.
د ( انفال ) سورت زياتره د ( بدر ) په غزا اودهغه په متعلقاتو مشتمل دى، ( يوم البدر ) ته قرآن ( يوم الفرقان ) ويلي دي، ځکه چې هغه دحق اوباطل ، داسلام او کفر، دموحدينو او مشرکينو وضعيت بېخي سره بېل او جلا کړ، د بدر غزا فى الحقيقت د اسلام دعالم نيونکي اوټينګې وروروۍ دتعمير دتاداو اودهغه د اساس تيږه ده، اود اسلام دحکومت د تاسيس مقدمه ده، د انفال دسورت په آخر کې د ( والذين کفروا بعضهم اولياء بعضٍ ) په مقابل کې دخالص اخوت د تحکيم په منظور ( الا تفعلوه تکن فتنة فى الارض وفساد کبير ) راغلى دى، دهغه ښکاره اقتضاء داده چې په حسي ډول سره هم ددغه اسلامي وروروۍ دټينګولو له پاره يو قوي مرکز وټاکل شي، اوداهم معلومه ده چې دغه مرکز له جزيرة العرب څخه پرته چې مکه معظمه يې زړه ده بل ځاى نشي کېداى. د ( انفال ) په آخر کې داهم څرګنده شوې وه؛ هغه مسلمانان چې له مکې معظمې اونورو ځايونو ځنې يې هجرت نه دى کړى اود کفارو تر سيوريو لاندې ژوندون تېروي د دارالاسلام آزاد او خپلواک مسلمانانو باندې دهغوى دولايت او رفاقت هېڅ يوه ذمه واري نشته: ( ما لکم من ولايتهم من شئٍ حتى يهاجروا ) .
هو! دتوان په اندازه له دوى سره مرسته په کار ده، له دې نه دغه نتيجه ووته چې داسلام په مرکز کې د اسلامي موالاتو او اخوت د کړيو د کلک ارتباط له پاره له دوو خبرو ځنې يوه خبره ضروري ده، يادعربو ټول مسلمان دې خپل وطنونه پرېږدي اومدينې منورې ته دې راشي اوپه اسلامي اخوت کې دې بې له کوم ممانعته شامل شي، يا دې آزاد او خپلواک مسلمانان دخپلو مجاهداتو اوسر جارولو په وسيله دکفر قوت ماد کړي اودجزيرة العرب سطحه دې داسې پاکه اوصافه او آواره کړي چې هېڅ يوه مسلمان ته دهجرت کولو ضرورت پاتې نه شي، يعنې تقريباً ټوله جزيرة العرب دې دخالص اسلامي اخوت داسې يو قوي مرکز او غير مخلوط مستقر وګرځي چې نور اديان پکې نه وي اودهغه تر حمايت لاندې د اسلامي اخوت د ډېر ټينګ او شانداره مستقبل هيله اواميد وکړى شي، دغه دوهم صورت هم داسې يوه وسيله وه چې په هغې سره ورځ په ورځ فتنې اوفساد بيخونه اېستل کېده اود اسلام مرکز دکفارو له داخلي فتنو ځنې بيخي پاک او صاف کېده اود هرې ورځې له وعدې ماتولو اود ظلمونو له کولو څخه بېخي مامون او مطمئن ګرځيده، اوتمامې دنيا ته په خپل عالم نيونکي اخوت کې دداخليدو بلنه ورکول کېده، ددغه اعلى او پاک مقصد له پاره مسلمانانو دهجرت په دوهم کال کې اول قدم د ( بدر ) دميدان په لوري واخيست چې بالاخره دهجرت په اتم کال کې د مکې معظمې لويې فتحې ته منتهي شو، هغه فتنې چې داسلام په اشاعت يا حفاظت کې مزاحمې کېدې، دمکې معظمې فتحې له مينځه يووړې، نو ضروري وه چې د ( وقاتلوهم حتى لاتکون فتنة ) په امتثال سره داسلامي اخوت مرکز اود حکومت مستقر ( جزيرة العرب ) دفتنې اوفساد له جرائمو څخه بېخي صاف اوپاک کړى شي، څو له هغه ځايه ټولې دنيا ته د اسلامي ديانت اود حقيقي تهذيب ددعوت په وخت کې تقريباً ټول جزيرة العرب قولاً او عملاً،قلباً او جسماً سره متحد اومتفق شي، اوهېڅ يوه داخلي کمزوري اوبې اتفاقي مينځ ته رانه شي، څو دخارجي مزاحماتو په مرسته دغه مقدس جمعيت ته نقصان ونه شي رسولى، دهرډول فساد اوفتنې څخه دجزيرة العرب د پاکولو اوددې له پاره چې اسلامي مرکز داسلامي عامې وروروۍ د بلنې له پاره مساعد شي لازم و چې داسلامي دعوت خالص مرکز په اسلامي رنګ سره رنګ کړى شي، چې دده د قلب اوځګر ځنې دحق له دعوت څخه پرته بل کوم غږ پورته نه شي اود دنيا غوږونو ته ونه رسي اودغه ټوله جزيرة العرپ دټول جهان معلم اوهادي شي، او دکفر او د ايمان جګړه تل ترتله په دې ځاى کې خاتمه ومومي اوټوله دنيا د اسلام په نور سره منوره وګرځي.
د ( برئت ) دسورت دمضامينو حاصل همدادى چې په څو ورځو کې د الله تعالى جل جلاله د رحمت او عظمت اود مسلمانانو دصداقت په قوت دغه د اسلام مرکز له هرډول دسيسو ، کفر، شرک اونورو څخه پاک شو اوټول عرب لکه يو تن سره متحد شول اوپه ټول عالم کې د دهدايت رڼا اود عالم نيونکي اسلامي اخوت د انتشار کفيل اوضامن وګرځېد . فللله الحمد على ذلک.
الغرض د ( انفال ) په سورت کې دهغه شي ابتداء چې شوې ده د ( التوبة ) يا ( برائت ) په سورت کې دهغه انتهاء ده، نوددې اول او آخر تناسب په لحاظ ( برائت ) د ( انفال ) دتکملې پهشان ملحق کړى شوى دى. ( په دغه سورت کې دتسميې د نه ليکلو يوه وجه داهم ليکلى شوې ده چې تسميه له پاره د آمان ده اودغه سورت د هجرت په نهم کال په هغه وخت کې چې دعربو ځينو اقوامو له مسلمانانو سره خپلې معاهدې ماتې کړې وې د امان د له منځه وړلو له پاره راغلى دى، اوله همدې امله ده ته مخزيه مشرده، منکله، او فاضحه هم ويلى شي ) ددې سورت په نسبت مفسرينو نور مناسبات هم ليکلي دي ( على الاکثر قاريان ددغه سورت په ابتداء کې داسې وايي: ) ( اعوذ بالله من النار ومن شر الکفار ، ومن غضب الجبار، العزة للله ولرسوله وللمؤمنين.
((بَرَاءةٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ 1 فَسِيحُواْ فِي الأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَأَنَّ اللّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ 2))
(١)
(١) دهجرت په شپږم کال کې د ( حديبيې ) په مقام کې کومه معاهده چې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم اود قريشو په منځ کې وشوه نو بني خزاعه د مسلمانانو او بني بکر د قريشو په حليفانو ( ګوند ) کې شامل شول، بني بکرو د معاهدې څه پروا ونه کړه او پر بني خزاعه وو يې حمله وکړه او قريشو په وسلو او نورو شيانو له دوى سره کومک وکړو، اوددې له امله قريش اوددوى حليف ( ګوند ) دواړه د ( حديبيې ) پر معاهده قائم پاتې نه شول، چې د هغه په مقابل کې دهجرت په اتم کال نبي کريم صلى الله عليه وسلم پرمکې معظمې باندې حمله وکړه اوهغه يې په آسانۍ سره فتح کړه، له دغو قبائلو څخه پرته له نورو قبائلو سره هم د مسلمانانو ميعادي او غير ميعادي معاهدې وې چې له هغوى څخه ځينې په خپلو معاهدو ولاړ وو، ډېر قبائل داسې هم وو چې له هغوى سره هېڅ يو قسم معاهده نه وه شوې، ددغه سورت مختلف آيتونه دمختلفو قبائلو په نسبت نازل شوي دي. په ړومبنيو آيتونوکې غالباً دهغو مشرکينو ذکر دى چې له هغو سره خومعاهده شوې وه، مګر غير ميعادي، دوى ته خبر ورکړ شو، چې مونږ له دې نه وروسته نه له تاسې سره معاهدې ته دوام نه ورکوو او ماتوو يې اوتاسې ته څلور مياشتې مهلت درکوو چې په دغه موده کې به يا په اسلامي اخوت کې داخلېږئ، يابه دغه وطن پرېږدئ اود ايمان اوتوحيد له مرکز څخه به وځئ، يا به د جنګ له پاره تياريږئ؟ لېکن ښه وپوهېږئ چې تاسې د الله تعالى جل جلاله مشيت او اراده له سره نشئ منع کولى، که تاسې اسلام رانه وړئ نو الله تعالى جل جلاله به مو په دنيا او آخرت کې رسوا کړي، اوتاسې په خپلو تدابيرو اوحيلو او پلمو سره هغه نه شئ عاجزولى، باقي هغه قبائل چې معاهده ورسره نه وه شوې؛ ممکن چې هغوى ته هم د څلورو مياشتو مهلت ورکړى شوي وي،دغه ابلاغ اوهمدارنګه د راتلونکو آيتونو عمومي اعلان د هجرت په نهم کال د حج په موقع د ټولو قبائلو په منځ کې حضرت علي رضى الله عنه وکړ ( چې په دې وخت کې حضرت ابوبکر صديق رضى الله عنه امير الحجاج و ).
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - واعلموا 10 ؛ سورة - التوبة 9 ؛ آيت - 1 ] (9:1)