وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوهغه وړانديني اولني ( ايمانلرونكي ) له مهاجرينونه اوانصارونه ( اونور) هغه كسان چې متابعت كړى دى دوى ددې ( سابقانو) په احسان ( نيكي ) سره راضي شوى دى الله له دوى نه ( دطاعت په قبول سره ) اوراضي شوي دي دوى له الله نه ( دنعمت په وركړه ) اوتياركړي دي ( الله ) دوى ته جنتونه چې بهيږي لاندې د( ونواوماڼيود) دوى ( څلورقسمه ) ويالى چې تل به وي دوى په هغوكې هميشه دغه ( رضاء اوجنت ) برى دى ډيرلوى
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه مهاجرين او انصار چې هغوى تر ټولو د مخه دايمان بلنې ته په لبېك ويلو كښې وړاندې شول ، دغه راز هغه كسان چې وروسته له نيكۍ او ريښتينولۍ سره په هغو پسې راغلل، الله له هغو نه خوښ او هغوى له الله نه خوښ شول، الله د هغو له پاره داسې باغونه تيار كړيدي چې تر هغو لاندې به ويالې بهيږي او هغوى به پكښې د تل له پاره اوسيږي، همدا ډېر لوى برياليتوب دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
د ( اعرابو مؤمنانو ) دذكر څخه وروسته دا مناسبه شوه چې دمؤمنينو د زعيمانو، اعيانو او مشرانو څه ذكر هم وكړل شي، يعنې هغه مهاجرين چې په هجرت كې يې دسبقت او اوليت شرف حاصل كړى دى اوهغه انصار چې په نصرت او اعانت كې دسبقت او اوليت افتخار لرونكي دي، مقصدداچې هغه كسان چې دحق په منلو اود اسلام په خدمت كې څومره چې يوله بل نه وړاندې شوي دي بياهغه خلك چې داسلام ددغو مقتدايانو دښو كارونو اوحُسن نيت متابعت اوپيروي كړې ده، همدغو ټولو ته درجه په درجه د الله تعالى جل جلاله رضا او خوښي اوحقيقي برى حاصل شوى دى، څرنګه چې هغوى په پوره خوښۍ اوخوشالۍ اودزړه په اخلاص د الله تعالى جل جلاله دتشريعي احكامو او دتكويني قضاوو په مقابل كې يې خپلې غاړې ايښې دي، په همغه ډول الله تعالى جل جلاله دوى ته د خپلې خوښۍ او رضاء وعده وركړې اوپه بې شمېره نعمتونو اوزيات اكرام يې سرلوړي كړي دي.
تنبيه:
داسلافو مفسرينو اقوال د (السابقون الاولون) په تعيين كې مختلف دي، ځينې وايي چې هغه مهاجرين اوانصار مراد دي چې پخوا له هجرته په اسلام سره مشرف شوي دي، دځينو په نزد هغه ذوات مراد دي چې ددواړوقِبلو ( بيت الحرام اوبيت المقدس ) په لوري يې لمونځونه كړي دي، ځينې وايي د ( بدر ) ترغزا پورې ټول مسلمانان ( سابقين الاولين ) دي، ځينې ترې هغه مسلمانان مرادوي چې د ( حديبيې ) نه يې مخكې ايمان راوړى دى اودځينو مفسرينو دا رايه ده چې ټول مهاجرين او انصار د اطرافيانو او وروستيو مسلمانانو او راتلونكو په نسبت ( سابقين الاولين ) دي. زمونږ په نزد په دغو اقوالو كې دومره تعارض نشته. ( سبقت ) او ( اوليت ) خو اضافي شيان دي، يوسړى يايوه ډله ديوشي په اعتبار سابق اودبل شي په نسبت لاحق كېداى شي. لكه چې مونږ پاس په دغه تفسير كې اشاره وكړه، هرهغه شخص يا جماعت په هره درجه كې چې سابق اواول وي په همغه اندازه د الله تعالى جل جلاله درضاء مستحق اوحقيقي برى يې په برخه كېږي، ځكه چې د ( سبقت ) او( اوليت ) په شان په رضاء او بري كې هم ډېر مدارج پيدا كېداى شي. والله تعالى جل جلاله اعلم.
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - يعتذرون 11 ؛ سورة - التوبة 9 ؛ آيت - 100 ] (9:100)