Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(90 (91 (92 (93 (94 (95 (96 (97 (98 (99 (9:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(9:102) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وآخرون اعترفوا بذنوبهم خلطوا عملا صالحا وآخر سيئا عسى الله أن يتوب عليهم إن الله غفور رحيم

وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللَّهُ أَنْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 او( ځنې ) نور ( خلك ) دي چې قائلان شوي دي په ګناهونوخپلو( چې عذردتخلف يې وړاندې نه كړ) گډكړى دى دوى عمل نيك ( چې توبه اوپښيماني ده ) اوبل بدعمل ( چې تخلف عن الجهاد دى ) قريب دى چې الله به رجوع وكړي په دوى باندې ( په قبول دتوبې ) بيشكه چې الله ښه بښونكى دخطياتوډيررحم والادى ( په توبه كوونكو)
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ځينې نور خلك دي چې هغوى په خپلو ګناهونو اعتراف كړيدى. د هغوى عمل ګډوډ دى، څه ښه دى څه بد. لرې نه ده چې الله پر هغو بيا مهربان شي ځكه هغه بښونكى او رحم كوونكى دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
د مدينې منورې په خلكو كې كه له يوه لوري دغه منافقين اومتمردين دي، چې خپل شرارتونه او جرمونه دنفاق په پرده كې پټوي اوپه هغوباندې په سختۍ سره ولاړ دي، نو دبل لوري ځينې هغه مسلمانان دي چې له هغو ځنې د بشريت په مقتضى كه كومه خطا او قصور واقع شي، نوپښېمانه كېږي او سمدلاسه په خپلو ګناهونو اقرار كوي، ددوى نيكي او بدي سره ګډې وډې ( مخلوطې ) دي، بدي خو يې مثلاً دغه ده چې سره دجهاد دعام نفير اواعلان سره سره د نبي كريم صلى الله عليه وسلم په دعوت د ( تبوك ) غزا ته حاضر نه شول بياپه دغې غير حاضري باندې له زړه پښېمانېدل او متاسف كېدل اوظاهراً او باطناً توبه اېستل اودنورو صالحو اعمالو لكه لمونځ، زكات، روژه، حج يا په نورو غزواتوكې شركت اونور په ځاى راوړل، دغه ټول ددوى د نېكيو په فهرست كې داخل دي، نوداسې حضراتو ته الله تعالى جل جلاله دمعافي اميد وركړى دى.
مفسرينو ليكلي دي چې دغه آيت دحضرت ابولبابه رضى الله عنه اودده دڅو نورو ملګرو په حق كې نازل شوى دى، چې يواځې كسالت او دهوسايي خوښولو له امله ( تبوك ) ته حاضر نه شول، لېكن كله چې د تبوك نه دپاك رسول الله صلى الله عليه وسلم د بېرته راتګ څخه خبر شول نوپه ډېرې پښېمانۍ او افسوس سره دوى ټولو خپل ځانونه دمسجد په ستنو پورې كلك وتړل، اوټولو قسم سره ياد كړل ترڅو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم موپه خپل مبارك لاس خلاص نه كړي اوګناهونه مو ونه بښي مونږ به همداسې كلك تړلي ولاړ اوسو، كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دوى په داسې حال كې وليدل نو يې وفرمايل: والله ترڅو چې الله تعالى جل جلاله ددوى دپرانيستلو حكم رانه كړي زه يې نه شم پرانيستلى، بالاخر دغه آيت نازل شو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغو غوټې ورپرانيستلې اودتوبې دقبول بشارت يې وركړ، وايي چې دغه كسان له خلاصېدلو وروسته دتوبې د تكميل په ډول له څه اموالو سره حاضر شول، چې دالله تعالى جل جلاله په لاره كې يې صدقه كړي، نوپه دې مناسبت دغه وروستى آيت نازل شو. 
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - يعتذرون 11 ؛ سورة - التوبة 9 ؛ آيت - 102 ] (9:102)