Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(90 (91 (92 (93 (94 (95 (96 (97 (98 (99 (9:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(9:107) (آيت نمبر:سورة نمبر)
والذين اتخذوا مسجدا ضرارا وكفرا وتفريقا بين المؤمنين وإرصادا لمن حارب الله ورسوله من قبل وليحلفن إن أردنا إلا ال

وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ ۚ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَىٰ ۖ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 او(ځينې ) هغه ( منافقان ) دي چې نيولى (جوړكړى ) دى دوى مسجددپاره دضرر رسولو(مؤمنانوته) اودپاره دكفراولپاره دبيلتون اچولو په منځ دمؤمنينوكې اولپاره دانتظارلپاره دهغه چاچې جنګ يې كړى دى له الله سره اوله رسول ددغه ( الله ) سره پخوا( له دې نه ) اوخامخاقسمونه خوري هرومرودوى چې اراده نه ده كړې مونږ( په جوړولودمسجدسره) ( دهيڅ شي ) مګردنيك (خصلت) اوالله شاهدي اداء كوي چې بيشكه دوى هرومرودورغجنان دي ( په دغوخپلوقسمونوكې )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ځينې نور خلك دي چې هغوى په دې غرض يو مسجد ودان كړ چې ( د حق بلنې ته ) تاوان ورسوي، او(د خداى د بندګۍ كولو په ځاى ) كفر غوره كړي، او په مؤمنانو كښې تفرقه واچوي، او(دا په ظاهره عبادتځي ) د هغه چا له پاره څاروځى جوړ كړي چې له دېنه مخكښې يې د خداى او د هغه د پېغمبر پر خلاف په جګړه لاس پورې كړيدى. هغوى ارومرو په لوړو كولو سره به ووايي چې مونږ خو له نېكۍ پرته د كوم بل شي اراده نه درلودله. خو الله شاهد دى چې هغوى بيخي دروغجن دي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 پخوا له دې نه دهغو كسانو ذكر و چې له دوى ځنې په ظاهر كې يو خراب كار ( له جهاد نه مخالفت ) شوى و، مګر داعتقاد په صحت اود خطاء د اعتراف په وسيله هغو ته عفو اوبښنه وشوه، دلته دداسې يوې ډلې يادونه ده چې هغوى په ښكاره سره ښه كار ( دجومات آبادول ) كړي دي، لېكن د بداعتقادۍ له امله هغه ددوى د ځان وبال وګرځېد، دغه واقعه داسې وه: كله چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم له مكې معظمې څخه هجرت اومدينې منورې ته يې عزيمت او قصد وكړ نودمدينې منورې څخه د باندې د ( بني عمرو بن عوف ) په محله كې يې واړول، او څو ورځې وروسته يې د مدينې منورې ښار ته تشريف راووړ، او ( نبوي مسجد ) يې آباد كړ، په هغه محله كې چې پخوا دوى اړولي وو اولمونځ يې كړى و،خلكو يو مسجد ودان كړ، چې د ( قباء مسجد ) په نامه مشهور دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم به زياتره دخالي په ورځوكې هتله ورته اودوه ركعته لمونځ به يې كاوه اودهغه ډېر فضائل به يې بيانول، ځينو منافقينو غوښتل چې دپخوانيو په خلاف او ضد هغه مسجد ته نږدې يوه بله ودانۍ دمسجد په نامه جوړه كړي اوخپل جماعت سره بېل كړي اوځينې ناپوه اوساده مسلمانان يې هم د ( قباء ) دمسجد څخه بېل اوله خپلو ځانونو سره يې ملګري كړل، په حقيقت كې ددغه ناپاك تجويز اصلي محرك يو خزرجي سړى ابوعامر راهب و، پخوا له هجرته دغه سړى نصراني شوى و اود راهبانو ژوند يې غوره كړى و، د مدينې منورې دشاوخوا خلك خصوصاً د ( خزرج ) قبيله دده دزهد او فقيرۍ معتقدان وو اودده ډېرزيات عزت ، تعظيم او احترام به يې كاوه، درسول الله صلى الله عليه وسلم دبختور قدوم څخه وروسته چې په مدينې منورې كې د ايمان اوعرفان لمر راوخوت اوداسلام په پلوشو سره شاوخوا رڼا شوله نودداسې فقيرانو راز هم څرګند شو، ځكه چې دلمر د روښانه نور او رڼا په مقابل كې دمړې شوې ډيوې په رڼا پسې څوك ګرځي؟ ( ابوعامر ) ددغو اوضاعو په ليدلو سره ډېرزيات خپه شو اود حسد او رخې په اور كې نينې نينې شو، هغه ته رسول الله صلى الله عليه وسلم د اسلام راوړلو دعوت وركړ او ويې فرمايل چې: ( ماله خپله ځانه سره حقيقي اوصحيح ابراهيمي ملت راوړى دى ) ابوعامر وويل چې: زه لا له پخوا څخه په هغه ملت قائم وم ، لېكن تا له خپل لوري په ابراهيمي ملت كې مخالف شيان ګډ كړي دي . رسول الله صلى الله عليه وسلم په كُلي ډول سره دهغه ترديد وكړ ، بالاخر د ابوعامر له ژبې دغه خبره ووته:
( هر يو چې له مونږ ځنې دروغجن وي پاك الله جل جلاله دې هغه له وطنه لرې يواځې او ګوښى په غربت او مسكنت كې مړ كړي ) رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ( آمين ) يعنې الله تعالى جل جلاله دې همداسې وكړي. د بدر دغزا څخه وروسته چې د اسلام اساس لاښه مضبوط او كلك شو اود مسلمانانو ترقي او فروغ دحاسدانو سترګې وسوځولې نو ابوعامر وارخطا شو او مكې معظمې ته ددې له پاره وتښتېده چې كفار درسول الله صلى الله عليه وسلم په مقابل كې ولمسوي او پورته يې كړي، اود اسلام دجنګ له پاره يې تياركړي، لكه چې د ( اُحد ) په غزا كې همدغه ابوعامر هم له قريشو سره راغلى و، اود مقابلې د شروع كېدلو څخه پخوا راوړاندې شو اود مدينې منورې انصار خصوصاً خزرجيانوته يې چې دجاهليت په عهد كې دده كلك مريدان وو خطاب وكړ اوخپل لور ته يې ددوى ميلان وغوښت، مګر دغه احمق په دې نه پوهېده چې دپاك رسول صلى الله عليه وسلم دتصرفاتو په مقابل كې هغه پخوانى جادو او كوډې كله چلېداى شي! بالاخر انصارو چې پخوا له دې نه ده ته راهب ويل، داسې ځواب يې وركړ: اى فاسقه! او دپاك الله جل جلاله دښمنه! الله تعالى جل جلاله دې ستا سترګې له سره نه روښانوي! مونږ به څرنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم پرېږدو؟ اوله تاسره به ملګرتوب كوو؟ د انصارو ددغه مايوس كونكي ځواب له اورېدلو څخه ابوعامر سخت په قهر شو اوداسې يې وويل: اى محمده! وروسته له دې نه هرهغه قوم چې ستامقابلې ته راشي اوستا په مخ كې ودريږي زه به برابر دهغو په مرسته ستاجنګ ته حاضرېږم، لكه چې د ( حُنين ) تر جنګه پورې دى بې له ناغې دكفارو په ملګرتوب له مسلمانانوسره جنګېده، په ( اُحد ) كې دهمده دشرارت له امله رسول الله صلى الله عليه وسلم ته بدې سترګې ورسېدې، ځكه چې ابوعامر د دواړو صفونو په منځ كې په پټه سره يوه كنده كېندلې وه، چې همغلته درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څېره ژوبله اومبارك غاښ يې په شهادت ورسېده، د ( حُنين ) څخه وروسته چې ابوعامر پوه شو چې اوس هېڅ يوه عربي قوه د مسلمانانو په مخ كې نه شي درېدلاى نوپه تېښتې سره يې ځان ( شام ) ته ورساوه اود مدينې منورې منافقانوته يې خط وليكه چې زه به د ( روم ) له قيصر سره ملاقات وكړم اودهغه ديوه زورور لښكر سره دمحمد صلى الله عليه وسلم مقابلې ته درتلونكى يم، چې دسترګو په رپ كې به يې دده ټولې هيلې اوچارې له خاورو سره برابرې كړي او مسلمانان به بېخي لټاړ اوخوار، زار كړي ( العياذ بالله ) تاسې اوس يو عمارت دمسجد په نامه ودان كړئ چې هلته د لمانځه په پلمه سره راټول شئ اود اسلام په مخالفت هر راز په زړه پورې خبرې اومشورې وكړاى شئ اوزما قاصدان هملته تاسې ته خطونه او پيغامونه در ورسوي اوكه زه هم بالذات په خپله درشم نوهم دغه به يوموزون ځاى دكتنې اودهستوګنې له پاره وي، دهمدغو خبيثو مقاصدو په اقتضاء دقباء دمسجد په مقابل كې د ( ضرار مسجد ) ودان شو اود رسول الله صلى الله عليه وسلم په مخ كې داسې پلمه وكړه شوه چې : ( يارسول الله صلى الله عليه وسلم! قسم په الله تعالى جل جلاله چې زمونږ نيتونه بد نه دي، خود باران اويخنۍ له او نورو امله اوبالخصوص رنځورانو اوناتوانو اودحاجت څښتنانو ته د قباء ترمسجد پورې تګ ډېرسخت اومشكل دى، نوځكه دغه مسجد ودان كړ شو، چې لمونځ كوونكو ته سهولت اود قباء د مسجد دتنګي شكايت لرې شي،كه تاسې يوځلې هلته ولاړ شئ اولمونځ اداء كړئ نوستاسې دغه مرحمت به زمونږ له پاره د سعادت اوبركت موجب شي ) اودغه غوښتنه يې ددې له امله وكړه چې ځينې ساده او ناپوه مسلمانان درسول الله صلى الله عليه وسلم ددې طرز عمل دليدلو څخه د حُسن ظن په بناء ددوى دمكر اوفرېب په جال كې ونښلي، رسول الله صلى الله عليه وسلم په دغه وخت كې د ( تبوك ) د تګ له پاره تيار و، نو يې وويل: كه الله تعالى جل جلاله اراده وكړي نو دبېرته راتګ په وخت كې به داسې وشي، كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د ( تبوك ) څخه فارغ اوبېخي مدينې منورې ته نژدې شو نو جبرئيل عليه السلام دغه آيت راووړ اودخداى جل جلاله پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته يې د ( ضرار مسجد ) په آبادۍ كې دمنافقينو غرضونه ښكاره كړل. رسول الله صلى الله عليه وسلم څلورو تنو ( مالك بن خشم رضى الله عنه، معن بن عدي رضى الله عنه، عامر بن سكن رضى الله عنه او وحشي رضى الله عنه ته حكم وركړ چې دغه عمارت ( چې نوم يې د ټګي او فرېب له مخې مسجد ايښودل شوى دى ) ونړوي اوله ځمكې سره يې بېخي هوار كړي، دوى سمدلاسه دهغه دحكم په تعميل په هغه عمارت اور ولګاوه اوله هغه څخه يې د ايرو اوسكرو لويه ډېرۍ جوړه كړه، په دې ډول دمنافقينو اود فاسق ابوعامر ټول ارمانونه ددوى په زړونوكې پاتې شول او ابوعامر په خپلې دعا اود رسول الله صلى الله عليه وسلم له ( آمين ) سره د شام په ( قنسرين ) كې يواځې او ګوښى په پرديسۍ كې مړ شو.
( فقطع دابر القوم الذين ظلموا والحمدلله رب العلمين )
په دې آيت كې د ( من حارب الله ورسوله ) څخه همدغه فاسق (ابوعامر ) مراد دى.
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - يعتذرون 11 ؛ سورة - التوبة 9 ؛ آيت - 107 ] (9:107)